اسراييلي الوتکو پر غزې هوايي بريدونه کړي

د انځور حقوق AP
Image caption اسراييلي چارواکو ويلي، د دغو بریدونو موخه د فلسطيني تندلارو د مرکزونو په نښه کول و

د اسراييلو هوايي بريدونو په غزې تراډه کې يو شمېر کسان ټپيان کړي دي.

اسراييلي الوتکو د فلسطين په خاوره کې د غزې تراډې په څو سيمو هوايي ګوزارونه کړي او فلسطينې سرچينې وايي په دغو بمباريو کې لږترلږه پنځه کسه ټپيان شوي دي.

راپورونه وايي اسرايیلي الوتکو وروسته له هغه پر غزې هوايي بريدونه وکړل، چې له غزې نه پنځه توغندي د اسراييلو په جنوب کې د اشکلون پر ښار وتوغېدل.

د اسراييلو د پوځ وياند ویلي دغه توغندي وړاندې له دې چې په ښاري سيمو ولګېږي، د توغنديو ضد دفاعي سيستم له لوري له پېژندل کېدو وروسته، ويجاړ شوي دي.

د توغنديو د توغېدو پړه پر فلسطيني تندلارو اچول شوې ده.

له غزې نه د بي بي سي خبريال وايي د اسراييلو د هوايي بريد پر مهال د غزې له بېلابېلو برخو د ډزو غږونه اورېدل کېدل.

د روغتون چارواکي وايي د اسراييلي هوايي بريدونو په پایله کې څلور ماشومان او يوه زړه ښځه سرسري ټيپان شوي دي.

اسراييلي چارواکو ويلي، د دغو بریدونو موخه د وسله والو فلسطيني تندلارو د مرکزونو په نښه کول و.

د اسلامپالې ډلې حماس چې د غزې چارې په لاس کې لري، يوه وياند ویلي پنځه ځايه په نښه شوي، چې درې يې د دوی په ډلې پورې تړاو لري.

عيني شاهدانو ویلي، يو له هغو ځايونو چې اسراييلو پرې هوايي بمبار کړی د حماس د پوځي څانګې د روزنې مرکز و.

ورته مطالب