د هندي وزیر د میرمنې مرگ غیر طبیعي بلل شوی

Image caption دوى دواړو تر دغه خبر وروسته يوه گډه وينا خپره کړې چې ويل يې خوشحاله کورنى ژوند لري.

د يوه هندي وزير د ميرمنې مرگ د هغې پر مړي عدلي طب له کتنو وروسته غيرطبیعي بلل شوى دى.

د جمعې په شپه سونندا پوشکار د ډيلي په يوه هوټل کې مړه وموندل شوه.

دا له هغو ادعاو يوه ورځ وروسته پېښه شوه چې گنې ميړه يې شاشي تهارور له يوې پاکستانۍ ژورناليستې سره يارانه لري.

له ډيلي څخه مجومدر په خپله رپوټ کې وايي ډاکټرانو چې د سونندا مړى يې عدلي کتلى وايي، چې د هغې مرگ غیرطبيعي او ناڅاپي و.

دوى وايي پر بدن يې د ټپونو نښې وې، خو نور يې څه ونه ويل.

د عدلي کتنې رسمي رپوټ دوه ورځې وروسته اټکل شوى دى.

آغلې پوشکار د هغې ورځې په سبا د ډيلي د يوه گران مېلمستون په خپله خونه کې مړه وموندل شوه چې د خواله رسنۍ پر ټېوتر پاڼه يې له يوې پاکستانۍ خبريالې سره د مېړه د يارانې خبره په ډاگه ناندريو ته ووته.

دوى دواړو تر دغه خبر وروسته يوه گډه وينا خپره کړې چې ويل يې خوشحاله کورنى ژوند لري.

د هغې مېړه شاشي تهارور حکومتي وزير او ليکوال دى.

دوى دواړه پېژندل شوي کسان او په ناندريو مشهور و.

ښاغلى تهارور چې مخکې د ملگرو ملتو ډېپلومات و، پر ٢٠١٠ کال هم تر هغه وروسته د وزارت له څوکۍ استعفى ته اړ شو چې پر يوې کرېکټ ډلې يې د شرط وهلو پر سر ناندرۍ برسېره شوې.

ښاغلى تهارور چې تر دې دمخه د زړه له درده روغتون ته وړل شوى و، اوس يې د خپلې مېرمېن مړى د سوځولو لپاره وړى دى.

ورته مطالب