بوهرا مشر مړینې مراسمو کې اړودوړ، ۱۸ کسان وژل شوي

Image caption زرګونه کسان د ډاکټر محمد برهان الدین د مړینې له کبله د هغه کور کې یو ځای شوي وو.

د هند تر ټولو لوی ښار ممبي کې د ګڼې ګوڼې پر مهال لږترلږه ۱۸ تنه وژل شوي دي او تر ۵۰ نور ټپیان دي.

سیمه ییز پولیس پېښه هغه مهال رامنځ ته شوه چې ماتم کوونکي د ډاکټر محمد برهان الدین په کور کې راټول شوي وو.

محمد برهان الدین د داودي بوهرا روحاني ډلې مشر وو چې د جمعې په ورځ د ۱۰۲ کالو په عمرومړ.

دا لا روښانه نه ده چې د ګډوډۍ لامل څه وو.

ممبۍ کې د بي بي سي خبریال وايي، پېښه کې له ۵۰ ډېر کسان ټپیان شوي دي او د وژل شویو کسانو شمېر ډېرېدو وېره څرګندېږي.

د ممبۍ پولیسو مشر ستیه پال سینګ د اړودوړ پایله کې د ۱۸ کسانو وژل کېدل تتایید کړل.

د انځور حقوق Getty
Image caption محمد برهان الدین د داودي بوهري روحاني ډلې مشر و، چې د ۱۰۲ کالو په عمر د هند په ممبۍ ښار کې ومړ.

د بوهري مسلک منونکي محمد برهان الدین، سیدنا بولي او د مړینې پر مهال يې زرګونه کسان راټول شوي وو.

له دې مخکې د نوموړي سیکرتر ویلي و، چې ډاکټر برهان الدین ویده و، چې د زړه سکتې له کبله ومړ.

د هند خبري اژانس پي ټي ای په رپوټ کې ویل شوي، چې د دغه هېواد لومړي وزیر منموهن سینګ او کانګریس ګوند مشرې سونیا ګاندهي د نوموړي په مړینه خواخوږي څرګنده کړې.

ټوله نړۍ کې نژدې ۱۲ لکه کسان د دغه مسلک منونکي دي.

پاکستاني ولسمشر ممنون حسین او لومړي وزیر میا نوازشریف هم د نوموړي پر مړینه خواشیني څرګنده کړې.

ورته مطالب