هغه پوځي ومړ چې ۳۰ کاله یې وسله پر ځمکه نه کېښوده

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption ' زه یو افسر وم، ماته یو امر شوی و او که دا امر مې نه وای پر ځای کړای، زما لپاره د شرم خبره وه.'

هغه جاپانی پوځي د ۹۱ کالو په عمر توکیو کې ومړ، چې له دویمې نړیوالې جګړې۲۹ کاله وروسته يې هم وسله پر ځمکه نه کېښوده.

هیرواونادا تر ۱۹۷۴ پورې د فيلیپین لوبانګ ټاپو کې ګرځېده او په دې باور و، چې نړیواله جګړه لا هم پای ته نه ده رسېدلې.

بالاخره هاغه مهال د نومړي بېرته هېواد ته ستنولو لپاره د هغه پخوانی قومندان یاد ټاپو ته لاړ. ویل کېږي، کله چې نوموړی جاپان ته ستون شو، خورا تود هرکلی یې وشو.

د دویمې نړیوالې جګړې د پای په شیبو کې امریکايي ځواکونو د شمال له لوري پرمختګ وکړ او د بریدمن اونادا اړیکه له خپل قومندان سره پرې شوه.

نوموړي ته وروستي امر داسې شوی و، چې باید په هېڅ صورت تسلیم نه شي او نوموړي درې لسیزې دغه امر د عمل په ډګر کې ومانه.

۲۰۱۰ کال یوه مرکه کې نوموړي وویل، هر جاپانی سرتېری مرګ ته چمتو و، خو دا چې زه یو استخباراتي افسر وم، له همدې کبله راته ویل شوي وو، چې باید د خرپ او ترپ جګړه وکړم او ځان له وژل کېدو وژغورم.

' زه یو افسر وم، ماته یو امر شوی و او که دا امر مې نه وای پر ځای کړای، زما لپاره د شرم خبره وه.'

هیرواونادا په وبانګ ټاپو کې د پوځي اډو په باب معلومات ټولول او کله نا کله به له ځايي خلکو سره په شخړه کېوت.

له دویمې نړیوالې جګړې وروسته له نوموړي سره درې نور پوځیان هم ملګري وو. له دوی نه یو ۱۹۵۰ کال له ځنګله ووت او پاتې دوه نور مړه شول. له دې دواړو نه یو ۱۹۷۲ کال له ځايي پوځيانو سره جګړه کې ووژل شو.

د هیرواونادا وسلې غورځولو لپاره ډېرې هڅې وشوې، خو ګټه یې و نه کړه. د نوموړي په وینا ده داسې فکر کاوه، چې د هغه د لټون لپاره لېږلې شوې ډلې او د هوا له لارې پر ځنګله شېندل شوي لیکونه د ده تېرایستلو لپاره د دښمن هڅې دي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption هیرواونادا په وبانګ ټاپو کې د پوځي اډو په باب معلومات ټولول او کله نا کله به له ځايي خلکو سره په شخړه کېوت.

نوموړي له اې بي سي ټلویزیون سره مرکه کې وویل، هغه لیکونه چې د هوا له لارې پر ځنګله شېندل کېدل، له تېروتنو ډک وو، ځکه یې داسې فکر کاوه، چې دا د امریکایانو توطیه ده.

بالاخره د ۱۹۷۴ په مارچ کې د نوموړي پخوانی قومندان فیلیپين ته لاړ چې خپل پخوانی امر بدل کړي.

هیرواونادا جاپاني بېرغ ته سلام وکړ او خپله توره یې واچوله. نوموړي خیرنه پوځي دریشې اغوستې وه. توکیو نه د بي بي سي خبریال وايي، که څه هم فیلیپین حکومت هغه ته بشپړه بښنه اعلان کړې وه، خو وايي لوبانګ ټاپو کې ډېرو کسانو د ۳۰ کسانو وژلو له کبله د هغه بښلو ته چمتو نه وو.

جاپان ته له ستنېدو وروسته نوموړی برازیل ته لاړ او هلته یې په ځنګله کې د اوسېدو زده کړو ورکولو لپاره یو شمېر ښوونځي پرانیستي وو.

هیرواونادا ښايي وروستی پوځي و، چې له دویمې نړیوالې جګړې وروسته یې وسله وغورځوله.

ورته مطالب