د ړندو د درملنې نوی تخنیک

د انځور حقوق SPL
Image caption ډاکټران باوري دي چې د دې نوي تخنیک له لارې به د ډېرو ناروغانو درملنه ممکنه شي.

د برتانیا په آکسفورډ ښار کې ډاکټران په دې توانېدلي چې د یو نوي جراحي تخنیک په مرسته د شپـږو داسې کسانو نظر بېرته ورغوي چې د ړندېدو امکان یې بیخي ډېر و.

د دې جراحي تخنیک له لاري ډاکټرانو د ناروغ په سترګه کې نوي جنونه لګولي.

دغه نوي جنونه هغه حُلیې بیا رغوي چې رڼا جذبوي.

ډاکټران وایي د وخت له تېرېدو سره به د دې نوي جراحي تخنیک له لارې د ړندو خلکو درملنه هم ممکنه شي.

پروفېسور رابرټ مکلارن د دې جراحۍ مشري کوله.

نوموړي وویل نتیجه یې ډېره ښه وه او دی ډېر خوشحاله دی.

دغه نوی جراحي تخنیک په لومړي سر کې پر یو ۶۳ کلن کس و ازمویل شو.

د دغه ناروغ نظر کمزوری شوی و او په ګرانه یې کولای شول چې څه وویني.

نوموړي وویل عملیات ته مې ځکه غاړه کېښوده چې غوښتل مې نظر مې تر دې هم خراب نه شي. خو تر جراحۍ وروسته حیران شوم. نظر مې ښه شوی و. ما په خپله هم دومره تمه نه درلوده.

پاتې ناروغانو هم تر جراحۍ وروسته وویل نظر یې تر پخوا ډېر ښه شوی دی.

یو ناروغ وویل، له ۱۷ کلنۍ را په دې خوا یې په اسمان کې ستوري نه وو لیدلي.

نظر یې خراب و.

خو اوس یې یو ځل ستوري ولیدل.

ونې او بوټي هم ورته اوس ډېر روښانه ښکاري.

دی وايي اوس ډېر خوشحاله دی ځکه چې ۲۵ کاله یې په تیارې کې تېر کړي دي.

په برتانیا کې کابو درې لکه کسان د سترګو په بېلابېلو ناروغیو اخته دي.

خو پروفیسور مکلارن ډاډه دی او وایي په راتلونکي کې به د دې نوي تخنیک له لارې د ډېرو ناروغانو درملنه ممکنه شي.

ورته مطالب