سوري اپوزېسیون خبرو کې ګډون کولو ته چمتو دی

د انځور حقوق n
Image caption د جينيوا خبرو ته د ورتګ مسئلې د سوريې حکومت مخالف ائتلاف سره وېشلی دی.

د سوريې ستره مخالفه سياسي ډله پر دې سلا شوې چې د دې اوونۍ جينوا۲ سولې خبرو کې ګډون وکړي. په ترکيه کې د يوې غونډې پر مهال، که څه هم ۵۰ استازي يې نه وو ورغلي، د سوريې ملي ائتلاف د ۱۴ په مقابل کې په ۵۸ رايو دغو خبرو کې د ګډون په پلوۍ رايه ورکړه. د دغه ائتلاف وياند لؤی صافي خبريالانو ته وويل د سوري نظام د ريښتينوالي په اړه له شک سره سره د دوی غونډه کې ډېرو د جينيوا خبرو په پلوي وکړه:

'په جينيوا کې مو پر خپل ګډون غور او بحث وکړ، زموږ ځينو غړو پوښتنې راپورته کړې، تر ډېره د خپلې دې اندېښنې په اړه چې نظام ريښتينی او صادق نه دی، له نظام سره په تړاو چې سياسي حل ته مخه وشي، ښه اراده نه شته. بيا مو هم د ورځې پای کې پرېکړه وکړه. بشپړ اکثريت جينيوا ته د تګ ملاتړ وکړ، او د جګړې ډګر کې مو هم د ډېرو جنګېدونکو ځواکونو ملاتړ درلود'

خو د جينيوا خبرو ته د ورتګ مسئلې د سوريې حکومت مخالف ائتلاف سره وېشلی دی، ډېر يې تر هغه چې ولسمشر بشار الاسد له يوه په پام کې نيول شوي حکومت لرې نه وي ګڼل شوی، ورتګ ته زړه نازړه دي. د سوريې ملي شورا د دفتر مشر منذر اکبيک بي بي سي ته وويل که ولسمشر بشار الاسد په واک کې وي دا به شونې نه وي د سوريې وګړيو ته داسې يو حکومت ورکړل شي چې دوی يې غواړي:

'لېږد، د واک د لېږد په معنا دی. موږ لپاره د لېږد يوازې يوه معنا ده، د ډيموکراسۍ پر لور سياسي لېږد. دا بايد اصلي وي. د جينيوا اعلاميه وايي چې د سوريې خلکو په روښانه ډول د يوه داسې دولت په اړه خپلې هيلې څرګندې کړې چې د قانون واکمنۍ، بشری حقونو، ازادو ټاکنو ته درناوی لري. دا ټول د اسد له نظام سره نه شته. د اسد نظام دا ټول معيارونه نه لري'

د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کېري د سوريې ملي ائتلاف د پرېکړې هرکلی کړی، او زړور ګام يې بللی دی. د جينيوا خبرو موخه د يو منځمهالي حکومت جوړلو بهير پيل دی، چې له مخې يې د سوريې روانې جګړې ته د پای ټکی کېښودل شي. دغې ۳ کلنې جګړې کې څه د پاسه ۱۰۰ زره خلک وژل شوي، ۲ مليونه يې له امله له دغه هېواده کډې ته اړ شوي او شاوخوا ۶ نيم مليونه نور د هېواد دننه له خپلو مېنو بې ځايه شوي دي.

ورته مطالب