روسي ځواکونو داغستان کې شپږ کسان وژلي

د انځور حقوق RIA Novosti
Image caption د روسيې ترهګرۍ ضد کمېټې ويلي ځواکونو يې د يو اسلامپالي اورپکي مشر په ګډون ۶ سړي او يوه ښځه وژلي دي.

د روسيې داغستان جمهوريت پلازمېنه محج کلا کې روسي ځواکونو ۶ نارينه او يوه ښځه وژلي دي.

هغه چاپه چې دغه کسان په کې وژل شوي، د تېرې جمعې پر ورځ د محج کلا پر يوه رستورانت له بمي بريد وروسته وشوه.

په مسکو کې د بي بي سي خبريال ډانيېل سنفورډ په خپل راپور کې وايي په سوچي کې د ژمنيو اولمپيک لوبو له پيل څه کم ۳ اوونۍ مخکې لا تاوتريخوالی نه دی ارام شوی، دا ځل يې پېښه شاوخوا ۶۰۰ کيلو متره لرې په داغستان کې وشوه.

د روسيې ترهګرۍ ضد کمېټې ويلي ځواکونو يې د يو اسلامپالي اورپکي مشر په ګډون ۶ سړي او يوه ښځه وژلي دي.

امنييتی ځواکونو وژل شوې ښځه کونډه بللې چې په وينا يې د ځانمرګي بريد پلان يې درلود. دوی ټول د روسيې قفقاز ناارمه سيمې داغستان پلازمېنې محج کلا کې د امنيتي ځواکونو يوه چاپه کې وژل شوي دي.

له دې څه کم ۲۴ ساعته مخکې د يو څو پوليس افسرانو په ګډون ۱۶ کسان د محج کلا پر يو رستورانت بريد کې ټپيان شوي وو.

د روسيې ولسمشر ولادمير پوتين د جمعې په ورځ بي بي سي ته وويل د اولمپيک لوبو پر مهال چې د فبرورۍ پر ۷ مه پيلېږي، د لوبغاړيو او نندارچيانو خونديتوب لپاره به هرڅه يې چې له وسه پورې وکړي.

ورته مطالب