د جعلي زم زم اوبو دوه سوه زره بوتلونه نیول شوي

د انځور حقوق none
Image caption سعودي عربستان کې د زم زم اوبو د پېر او پلور لپاره جواز نه ورکول کېږي.

سعودي عربستان کې د جعلي زم زم اوبو د دوه سوه زره بوتلونو وېش او پلور په تور د یوه سعودي وګړي په شمول ۱۰ کسان نیول شوي دي.

د سعودي ګزټ ورځپاڼې په یوه رپوټ کې ویل شوي، چې د دغه هېواد صنعت او او سوداګرۍ وزارت کارکونکو د مکه المکرمه په الرصیفه سیمه کې درې کسان نیولي، چې بوتلونو کې یې عادي اوبه ډکولې او د زم زم اوبو په نوم یې پلورلې.

عرب نیوز ورځپاڼې د سعودي عربستان خبري اژانس له قوله لیکلي، چې مامورینو د بوتلونو ډکولو مشینونه له منځه یووړل او کارخانه یې وتړله.

سعودي عربستان کې د زم زم اوبو د پېر او پلور لپاره جواز نه ورکول کېږي. زم زم اوبه د مسجد الحرام په ساحه کې دننه یوې څاه نه تر لاسه کېږي.

د عمرې او حج پر مهال له ټولې نړۍ راغلي مسلمانان له دې اوبو بوتلونه ډکوي او خپلوانو، دوستانو ته یې د ډالۍ په توګه ورکوي.

۲۰۱۰ کال برتانیا کې د جعلي زم زم اوبو پلور په اړه رپوټونه ورکړل شوي وو. هغه مهال برتانوي پولیسو خبرداری ورکړی و، چې دغو جعلي اوبو کې داسې مواد شامل دي، چې روغتیا ته سخت زیان اړولی شي.

ورته مطالب