پاکستان کې ځانمرګي برید ۱۴ کسان وژلي

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption برید د پاکستاني ځمکني پوځ مرکز ته نژدې شوی.

پاکستاني پولیس وايي یوه شکمن ځانمرګي برید کې لږ تر لږه ۱۴ تنه وژل شوي چې اته یې ملکي وګړي او پاتې نوري د پوځ منصوبین دي.

دا برید په راولپنډۍ کې چې د پوځيانو مرکز بلل کېږی شوی دی.

دا برید د پاکستان د پوځ قوماندانۍ ته نږدې په یوه له ګڼې ګوڼې ډک بازار کې شوی دی.

د راولپنډې د پولیس مشر اختر حیات لالیکا ویلي دا مارکیټ په یوه داسې سیمه کې موقعیت لري چې کلک امنیت تدابیر په کې نیول شوي دي.

د طالبانو ویاند شاهد الله شاهد ویلي دا برید دوی کړی .

اسلام اباد کې د بي بي سي خبریال طاهرخان د ځايي پولیسو له قوله وايي، چې ځانمرګي برید ګر پر سایکل سپور و او د پولیسو او پوځ یوې ګډې پوستې ته څېرمه یې د دوشنبې په ګهیځ ځان پوري تړلي باروت وچوول.

د یکشنبې په ورځ د طالبانو له خوا په شمالي وزیرستان کې شوې بمي چاودنه کې ۲۰ پاکستاني پوځیان ووژل شول.

د ځاييي پولیسو یوه افسر میا مقبول وايي چاودنه په ظاهره ځانمرګي برید معلومېږي.

د بي بي سي ځايي خبریال وايي امنیتي ځواکونو سیمه محاصره کړې او د سیمې اوسېدونکو ته یې ویلي، چې له دغه ځايه ووځي.

ویل کېږي، چې څارګرو ادارو ته معلومات رسېدلي، چې سیمه کې د یوه بل ځانمرګي برید ګر شتوالي احتمال هم شته.

خبریال شهزاد ملک په خپل رپوټ کې کاږي، چې له دې مخکې د روانې میاشتې په ۱۶ نېټه د څارګرو ادارو د معلوماتو په رڼا کې د پاکستان کورنیو چارو وزارت ایالتي حکومتونو ته یوه لیک کې ویلي و، چې راتلونکو څلورو ورځو اوږدو کې داسې احتمال شته، چې ټول هېواد کې او په ځانګړې توګه پلازمېنه اسلام اباد او راولپنډۍ کې د دغه هېواد امنیتي ځواکونه په نښه شي.

د کورنیو چارو وزارت له معلوماتو سره سم د دې هدف لپاره یو شمېر هغو ډلو، چې پرې بندیز لګېدلی، څو تنه ځانمرګي برید ګر لېږلي دي.

یوه پولیس افسر توقیر په وینا چاودنه د ار اې بازار مرکزي څلور لارې او ۲۲ چونګې سیمو تر منځ سړک اوږدو کې شوې.

دغه سیمه د پاکستان یو شمېر مهمو ادارو مرکزونو ته څېرمه پرته ده، چې د پاکستاني ځمکني پوځ مرکز هم پکې شامل دی. دغه سیمه کې د ۲۰۰۸ او ۲۰۰۹ کلونو اوږدو کې هم بریدونه شوي.

طالبانو په دا ورستیو کې بریدونه زیات کړي دي. بل لور ته لومړي وزیر نواز شریف سویټززلنډ ته خپل سفرځنډولی، چې په پام کې وه، سبا هلته روان شي. لومړي وزیر د اوسني وضعیت په باب د غور او نوې امنیتي تګلارې منظورۍ لپاره د دوشنبې په ورځ د مرکزي کابېنې غونډه بللې.

ورته مطالب