د ډيلي اعلى وزير احتجاجي ناسته ختمه شوه

Image caption ښاغلي کجرېوال او دهغه کابينې شپه د باندې پر سړک تېره کړه او خپلې رسمې چارې يې هم له هماغه ځايه پرمخ وړلې.

د ډيلي اعلى وزير اروېند کجرېوال د ښار په زړه کې د خپلې کابينې او پلويانو له لوري جوړه شوې احتجاجي ناسته پاى ته ورسوله.

د خپرو شويو رپوټونو پر بنسټ له مرکزي حکومت سره د ايالتي ادارې ناندرۍ په ډيلي کې د پوليسو د کنترول په سر را پورته شوه.

ښاغلي کجرېوال او دهغه کابينې شپه د باندې پر سړک تېره کړه او خپلې رسمې چارې يې هم له هماغه ځايه پرمخ وړلې.

د ښاغلي کجرېوال نوى رامنځته شوى گوند چې له فساد سره د ټينگې مبارزې پر شعار په ايالتي ټاکنو کې واک ته ورسېد، د هند په لر او بر کې ډېر وگړي هېښ کړل.

خو په ډيلي کې د نوموړي ايالتي اداره له مرکزي حکومت سره وروسته له هغه په ناندريو کې ښکېله شوه چې د کابينې يوۀ وزير يې پر پوليس چارواکو د يوې ډلې پر ضد د نه اقدام تور ولگاوه، چې ادعا کېږي د نشه يې توکو په قاچاق او بدلمنۍ کې ښکېله ده.

خو پوليس دغه ادعا ردوي.

د انځور حقوق AFP
Image caption خبريالان وايي د ډيلي د نوي اعلى وزير دا اقدام خلک سره ويشلي دي.

د ډيلي ايالتي کابينې د غړو او د پلويانو احتجاج پر مهال يې له پوليسو سره نښتې هم شوې وې.

خبريالان وايي د ډيلي د نوي اعلى وزير دا اقدام خلک سره ويشلي دي.

ځينې دا کړنه د ولسواکۍ او ولسي احتجاج نوې بڼه بولي، خو بيا ځينې نور وايي نوموړي ته يې د حکومت کولو لپاره رايه ورکړې ده.

ورته مطالب