م م ایران نه جینیوا خبرو ګډون بلنلیک بېرته واخیست

د انځور حقوق AFP
Image caption دسوریې جګړه کې تر اوسه نژدې ۱۰۰ زره کسان وژل شوي دي.

سوریه کې د موقت حکومت پلان برالا ملاتړ نه کولو له کبله ملګرو ملتونو له ایرانه هغه بلنلیک بېرته اخیستی، چې د سویټزرلنډ خبرو کې یې د ګډون لپاره ورکړی و.

ایران ته خبرو کې د ګډون لپاره د ملګرو ملتونو عمومي منشي له لوري د بلنلیک ورکولو له کبله د امریکا متحده ایالات او د سوريې مهم اپوزېسیون ټلواله په غوسه شوي وو.

له دې مخکې د ملګرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون ایران ته بلنه ورکړې وه، چې جینوا کې د سوريې بحران حل لپاره په ترسره کېدونکو خبرو کې ګډون وکړي.

د ملګرو ملتونو ویاند مارټن نیسرکي، سوريې کې د موقت حکومت پلان په باب د ایران د برالا ملاتړ نه کولو له کبله نیوکه وکړه.

ښاغلي نیسرکي له لوړ پوړو ایارني چارواکو سره شخصي ليدنه کې هغوی ته بلنه ورکړې وه، چې دغو خبرو کې برخه واخلي. له دې وروسته ایراني چارواکو هغه ته ډاډ ورکړی و، چې د دغو خبرو هدفونو ملاتړ کوي.

د نیسرکي په وینا ایران د دوشنبې په ورځ ځینو څرګندونو کې دغه کنفرانس کې د ګډون لپاره له هر ډول شرط منلو انکار وکړ.

تر اوسه معلومه نه ده، چې ایران به دوې ورځي وروسته د جینیوا دغو خبرو کې ګډون وکړي او نه. بل لور ته امریکايي چارواکو ایران ته خبرو کې د ګډون بېرته اخیستو پرېکړې هر کلی کړی.

د سوريې حکومت او مخالف اپوزېسیون یې، چې د لوېديځ ملاتړ له ځانه سره لري دغو خبرو کې د ګډون لپاره خپل استازي لېږي.

د سوريې اپوزېسیون لویې ټلوالې ګواښ کړی و، که ایران ته خبرو کې د ګډون بلنه ورکړله شي، دوی به دغو خبرو کې ګډون و نه کړي.

دغه کنفرانس ته د جینوا ۲ نوم ورکړل شوی، چې د چهارشنبې په ورځ جینیوا ته څېرمه مونترو سیمه کې پیلېږي.

سوريې کې د تېرې درې کلنې جګړې اوږدو کې تر اوسه له ۱۰۰ زرو ډېر کسان وژل شوي دي. د یوه اټکل له مخې دغه جګړه کې نژدې ۲۰ لکه کسان اړ شوي، چې خپلې مېنې پرېږدي او نژدې ۶۵ لکه نور په هېواد کې دننه بې ځایه شوي دي.