شاه رخ خان د شوټنګ پر مهال ټپي شوی دی

Image caption د ناناوتي روغتون ډاکټرانو تر اوسه د ښاغلي خان د ټپ د څرنګوالي په اړه څه نه دي ويلي

د بالي ووډ وتلی ستوری شاه رخ خان د يوه فلم د شوټنګ/ ډکولو پر مهال ټپي شوی دی.

راپورونه وايي چې ښاغلی خان د درملنې لپاره د ممبيي د ناناوتي روغتون ته لېږدول شوی دی.

په ممبيي کې د بي بي سي خبريال وايي چې د شاه رخ ټپ ژور نه دی او له خطره وتلی دی.

شاه رخ خان د فرح خان په راتلونکي فلم کې چې 'هپي نيو ايير' نوی کال دې مبارک شه نومېږي د شوټنګ پر مهال ټپي شوی دی.

راپورونه وايي د دغه فلم صحنې په يوه پنځه ستوريز هوټل کې تمثيلېدې چې شاه رخ خان په کې له یوې دروازې سره ولګېد او ټپي شو.

د ناناوتي روغتون ډاکټرانو تر اوسه د ښاغلي خان د ټپ د څرنګوالي په اړه څه نه دي ويلي.

له شاه رخ خان سره په روغتون کې د ده نژدې دوستان او مېرمن يې ګوري خان شته دي.

د شاه رخ له دفتره په يوه بیانيه کې ويل شوي دي: ''شاه رخ خان د شوټنګ پر مهال ټپي شوی. د هغه زخم کوچنی دی او اړینې روغتيايي اسانتیاوې ورته برابرې شوي. هغه اوس ښه دی. ستاسو له نېکو هيلو مننه''.

په وروستيو کې د 'چنای ايکسپرس' په فلم کې د لوبېدو له امله هغه ته په پرده د غوره لوبغاړي جايزه ورکړای شوه.

شاه رخ خان وايي هره ډالۍ ځانته ځای لري.

د شوټنګ پر مهال ډېر فلمي ستوري ټپيان کېږي، خو تر ټولو خطرناک ټپ د (قلي) فلم د ډکولو پر مهال اميتابهـ بچن واخيست.

ورته مطالب