کېري: د سوريې راتلونکي نظام کې اسد 'ځای نه لري'

د انځور حقوق AFP
Image caption په دغه کنفرانس کې د ملګرو ملتو د سرمنشي په ګډون د ۴۰ هېوادونو استازو ګډون کړی وو

په سوريه کې د روانې جګړې د ختمولو په موخه د جنيوا دويم نړيوال کنفرانس پرون په سويس کې پيل شو.

په تېرو دريو کلونو کې دا لومړی ځل و، چې سوري حکومت او مخالفين يې د سولې لپاره مخامخ خبرو ته کېناستل.

د سوريې په تړاو د روانو خبرو يو لوری یاني امريکا داسې برېښېده چې پخپل پخواني دريځ ټينګه ولاړه ده.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کېري وويل د سوريې په راتلونکي نظام کې د ولسمشر بشار الاسد لپاره هېڅ ځای نه شته.

ښاغلی کېري په کنفرانس کې وويل: ''زه فکر کوم چې دا ناسته يو کوچنی پيل دی بايد د دغې خونړۍ جګړې په اړه نور فکر وکړو. نن خلک پوهېږي چې ولسمشر اسد يوازې د ځان په غم کې دی، د سوريې فکر ورسره نه شته. که يو سړی يا کورنۍ ټينګار کوي چې له واکه نه لرې کېږي، نو بيا به د دې شخړې ختمول ګران شي. دلته بايد د سوريې ټول خلک په نظر کې ونيول شي''.

د کنفرانس په لومړی ورځ چاپيريال ترينګلی و او د سوريې د جګړې ښکېلو غاړو پر يو بل تورونه لګول.

د سوريې حکومت لويې مخالفې ډلې، ملي ایتلاف مشر احمد جربا هم وويل ولسمشر اسد بايد واک پرېږدي او د ده په رژيم کې ټول بايد محاکمې ته چمتو شي.

خو بل خوا په ملګرو ملتونو کې د سوريې استازي بشر الجعفري ګېله وکړه چې په روانو خبرو کې توازن نه شته، ځکه ايران ته په کې بلنه نه ده ورکړای شوی او ډېری هغه هېوادونه رابلل شوي، چې د سوري حکومت مخالف دي.

خو د ملګرو ملتو سرمنشي بانکي مون دا ناسته تاریخي وبلله او دواړه خواوې يې وهڅولې چې خپلمنځي تربګني پرېږدي او پر موضوع خبرې پيل کړي.

ښاغلي بان کنفرانس ته وويل: ''نن هغه ټولې ډلې چې په دې کړکېچ کې څه ناڅه رول لري د ملګرو ملتونو تر مشرۍ لاندې تر يوه چتر لاندې راټولې شوي او دا پخپله یو تاريخي پرمختګ دی. طبعآ دا تمه مو نه درلوده چې په لومړۍ ورځ به کومې هوکړې ته ورسېږو. پوهېږو چې ستونزې ډېرې دي، خو په سوريه کې ناورين روان دی او موږ بايد له دې کوچني فرصت نه ګټه پورته کړو''.

په دغه نړیوال کنفرانس کې د نړۍ د ۴۰ هېوادونو لوړپوړو پلاو ګډون درلود.

ورته مطالب