براهيمي د سوري جګړې له ښکېلو غاړو سره غږېږي

Image caption ښاغلي براهیمي لا نه پوهيږي، چې دواړه لوري به په یوه خونه کې کېناستو ته راضي شي که نه

د سوريې لپاره د نړیوالې ټولنې استازی لخضر براهیمي به نن د سوریې د جګړې د سيالو ډلو له استازو سره جدا جدا ناستې ولري.

ښاغلی براهيمي به د سوريې د سولې په تړاو د سويس په کنفرانس کې له دوی سره مخامخ وغږېږي او د دواړو لوريو ارادې به مالومې کړي.

دی به هڅه وکړي چې دغلته دواړه لوري يو له بل سره مخامخ خبرو ته وهڅوي، چې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د حل یوه لار راوباسي.

د سې شنبې په ورځ چې د دغه کنفرانس لومړۍ ورځ وه، د ولسمشر بشارالاسد حکومت او مخالفانو ترمنځ یې خورا پراخ واټن څرګند شو.

د ښاغلي براهیمي په خبره دی تر اوسه نه پوهيږي، چې دواړه لوري به په یوه خونه کې کېناستو ته راضي شي او که نه.

د نن ورځې ناسته کې د نوموړي هدف دادی، چې معلومه کړي، دواړه لوري تر کومه ځایه ګډ کار کولو ته چمتو دي او کومې برخې دي، چې د جمعې ورځې رسمي خبرو کې پرې بحث کېدای شي.

تېره ورځ د سوريې حکومت لويې مخالفې ډلې، ملي ایتلاف مشر احمد جربا هم وويل ولسمشر اسد بايد واک پرېږدي او د ده په رژيم کې ټول بايد محاکمې ته چمتو شي.

خو بل خوا په ملګرو ملتونو کې د سوريې استازي بشر الجعفري ګېله وکړه چې په روانو خبرو کې توازن نه شته، ځکه ايران ته په کې بلنه نه ده ورکړای شوی او ډېری هغه هېوادونه رابلل شوي، چې د سوري حکومت مخالف دي.

ورته مطالب