اوکراين: د کړکېچ هواري لپاره خبرې کېږي

Image caption وېتالي کلېچکو وويل که سملاسي ټاکنې اعلان نشي، نو دى به د اروپا پلويو احتجاجونو، د يوې يرغليزې بڼې مشري وکړي.

ټاکل شوې د اوکراين د حکومت مخالفو مشران نن (پنجشنبه)، د دغه هېواد له ولسمشر وېکتور ينوکوېچ سره وويني.

دا چاره يوه ورځ وروسته له هغه تر سره کېږي چې پرون په پلازمېنه کييف کې درې احتجاجيان ووژل شول.

دا لومړى ځل دى چې د اوکراين احتجاجونو کې چې له تېرو دوو مياشتو راهيسې روان دي د سر زيانونه اوښتي دي.

د احتجاجيانو يو مشر پخوانى سوک وهونکى وېتالي کلېچکو وويل که سملاسي ټاکنې اعلان نشي، نو دى به د اروپا پلويو احتجاجونو، د يوې يرغليزې بڼې مشري وکړي.

خو د اوکراين لومړى وزير ميکولا ازاروف وايي جوړجاړى ښايى شوني وي خو مخالفين دې حکومت ته د وروستۍ نيټې له ټاکلو ډه ډه وکړي.

روانه اوونۍ د پلازمېنې کييف په زړه د خپلواکۍ په ډگر کې د احتجاجيانو او پوليسو ترمنځ په نښتو کې سلگونه احتجاج کوونکي او لسگونه پوليس ټپيان شوي دي.

په کييف کې حالات ترينگلي دي او د بي بي سي د خبريال په وينا خنډونه ته اچول شوى اور اوس هم سوځي او له هغو ټايرونو څخه لوگي پورته کېږي چې د پوليسو او احتجاجيانو ترمنځ لومړۍ کرښه جوړوي.

ورته مطالب