د مصر پلازمېنه قاهره درنې چاودنې ولړزوله

د انځور حقوق n
Image caption دغې ودانۍ سره د شاوخوا نورو ودانیو ته هم زیان اوښتی.

د مصر پلازمېنه قاهره کې د پولیسو مرکزي دفتر مخې ته د یوې درنې چاودنې پایله کې د دغه هېواد روغتیايي چارواکو په وینا څلور کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.

د دغې چاودنې غږ په ټول ښار کې اورېدل شوی او د ښار له مرکزي برخې هوا ته پورته کېدونکي لوګي معلوميږي.

د قاهرې ښار په دوکي سیمه کې لږ وروسته د یوې بلې چاودنې غږ هم واورېدل شو.

چاودنې د دغه هېواد د پاڅون دریمې کلیزې په درشل کې شوې.

تر اوسه کومې ډلې دغو چاودنو کې لاس درلودل نه دي منلي.

چارواکو په وینا له باروتو ډک ګاډی د قاهرې امنیتي مرکز مخې ته وچاودېد.

ویل کېږي، چې له چاودنې لږ وروسته د ډزو غږونه هم اورېدل شوي دي.

له پېښې وروسته تر ۳۰ ډېر امبولانسونه دغه ځای ته ورسېدل.

په ټولو چاودنو کې د وژل شویو کسانو شمېر شپږ تنه په ګوته کېږي او ویل شوي چې شاخوا ۱۰۰ کسان ټپیان شوي دي.

روغتیا وزارت چارواکو په وینا ډېری ټپیان اوس روغتون ته رسول شوي دي.

دولتي ټلویزیون په نښه شوې لویه سیمټي ودانۍ ښيي، چې ورته زیان اوښتی او خاورې خځلې يې پر ځمکه پرتې دي.

د دغه مرکز خوا کې د اسلامي موزیم او ملي ارشیف ودانیو ته هم زیان اوښتی.

قاهره کې د بي بي سي خبریاله اورلا ګویرین وايي پر امنیتي مرکز برید خورا ډېر مهم بلل کېږي او دا هغه ځای دی، چې کلک امنیتي تدبیرونه يې درلودل.

زموږ خبریاله وايي، چاودنه په خورا حساسو شیبو کې شوې، چې وار له مخه د حسني مبارک حکومت پر ضد د پاڅون کلیزې له کبله امنیتي ځواکونه د تیارسئ په حال کې دي.

اخوان المسلمین ګوند، چې پرې بندیز لګېدلي او ملګري سازمانونه یې ټول هېواد کې د جمعې له لمانځه وروسته د مظاهرو پلان لري.

دغه مظاهرې، جولای کې د اسلامپاله ولسمشر محمد مرسي له حکومت پرځول کېدو وروسته د معمول احتجاجونو لړۍ تازه هغه دي.

اخوان المسلمین پلویان د نوي اساسي قانون جوړولو لړ کې وروستیو هلو ځلو هم غوسه کړي دي.

ورته مطالب