د سوریې د غلیمو خواوو لومړۍ مخامخ کتنه

د انځور حقوق AFP
Image caption له کتنې مخکې دواړو خواوو ویلي و چې یوازې به د ملګرو ملتونو له استازي لخدر براهیمي سره غږېږي.

سوريه کې دوه جگړه کوونکو اړخونو جينوا کې د سولې د خبرو په ترڅ د لومړي ځل لپاره له يوه بل سره مخامخ ولېدل خو له یو بل سره یې مخامخ خبرې ونه کړې.

رپوټونه وايي چې لومړنې کتنه نیم ساعت وه.

له کتنې مخکې دواړو خواوو ویلي و چې یوازې به د ملګرو ملتونو له استازي لخدر براهیمي سره غږېږي.

په پام کې ده چې دوى بيا سره وگوري او خبرې به یې پر بشري مرستو او د بنديانو پر خلاصون ټولې وي.

په همدې حال کې دواړو لورو ويلي پلان لري چې راتلونکو اونيو کې په هېواد کې د سياسي لېږد پر اساسي مسلې خبرو ته دوام ورکړي خو تراوسه په دې برخه کې سره وېشلي پاتې دي.

په دې اړه د بي بي سي خبریاله لینا سنجاب په خپل رپوټ کې وايي ډېپلوماتيکې هلې ځلې د دواړو غاړو ترمنځ د باور پر رامنځته کولو راټولې دي چې له يو څه کوچنيو برياوو، لکه په سيمو کې له اوربند، د بنديانو له خوشې کولو او د بشري دهليزو له پرانستنې سره ملگرې شي.

هيله دا ده چې دا ډول گامونه به بله اوونۍ پر پراخو مسالو، لکه پر سياسي لېږېد د غږېدو لار پرانيزي.

د انځور حقوق AFP
Image caption د دواړو خواوو لومړنۍ کتنه چې مخامخ خبرې په کې نه دي شوي، لنډه وه او یوازینی ويناوال يې د ملگرو ملتو استازى لخدر براهيمي و.

خو لا تر اوسه هم په دې برخه کې گډ دريځ نشته.

د دواړو خواوو لومړنۍ کتنه چې مخامخ خبرې په کې نه دي شوي، لنډه او يوازې نيم ساعت وه او ويناوال يې هم يوازې د ملگرو ملتو استازى لخدر براهيمي و.

د ورځې په وروستيو کې د دوى د بلې کتنې اټکل هم کېږي چې د خپلو توپيرونو د لېرې کولو هڅه وکړي.

خو د سوريې د بهرنيو چارو مرستيال وزير فيصل مقداد وويل چې پر دې تړاو غږېدل هم لا تر وخت دمخه دي:

"زموږ نظر دا دى چې کله خبرې جدي وي، د خبرو شريک بايد يو باوري څوک وي، د ښاغلي براهيمي په خبره د باور وړ مخالفين بايد وي. ځکه نو نن له يو څه ټيټو غوښتنو سره پيل کوو، هيله ده چې دا غوښتنې نورې پياوړې کړى شو، يو څه تر لاسه کړو او بيا گام پر گام د لويو او لا لويو مسالو خواته پرمخ ولاړ شو."

خو د مخالفينو نظر بل دى.

دوى وايي چې د سياسي لېږد بهير دا دى پيل شوى دى.

د سوريې د مخالفې ملي ټلوالې د مشر اداري رييس منظېر اکبېک وويل چې نن يې خپله خبره مخامخ د سوريې حکومت ته ورسوله او ورته ويې ويل چې ولس له زورواکۍ نه ولسواکۍ ته د تېرېدو غوښتونکي دي.

خو په ملگرو ملتو کې د سوريې سفير بشار جعفري له واکه د ولسمشر بشارالاسد ژر تېرېدل رد کړل.

هغه تور ولگاوه چې د مخالفينو پلاوى غواړي په هره پلمه چې وي له حکومت څخه خپله کرکه په ډاگه کړي.

د سوريې په کورني کړکېچ کې له ٢٠١١ کال راهيسې تر ۱۰۰ زرو پورې کسان وژل شوي او نژدې لس ميليونه يې له خپلو مېنو تېتښې ته اړ شوي دي.

ورته مطالب