مصر کې د شخړو پر مهال ۴۹ کسه وژل شوي

Image caption مصري چارواکي وايي تر اوسه يې ۱۰۰۰ کسه نيولي دي

د مصر د روغتیا وزارت وايي وروستۍ شمېرې ښيي چې د پخواني ولسمشر حسني مبارک پر وړاندې د پاڅونونو د دریمې کلیزې په ياد لاریونونو کې لږترلږه ۴۹ تنه وژل شوي دي.

دغه کسان د پوځي حکومت پلوه او د هغوی د مخالفینو ترمنځ په نښتو کې وژل شوي دي.

راپورونه وايي په نښتو کې نژدې ۲۵۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

د مصر د کورنیو چارو وزرات په یوې اعلامیې کې ویلي دوی تر ۱۰۰۰ ډېر لاریون کوونکي نیولي دي.

دوی وايي نیول شویو کسانو چاقوګان، پټرولي بمونه او نورې وسلې له ځان سره لېږدولې.

د نښتو پر مهال د وژل شويو ډیری يې په پلازمېنه قاهره کې دي.

په ټول هېواد په ځانګړي ډول قاهره کې د تاوتريخوالي د پېښو د مخنيوي لپاره سخت امنيتي تدابير نيول شوي دي.

د پاڅون پر دريمې کليزې د حکومت له ملاتړه برخمن اوسنی حکومت او د لرې کړای شوي ولسمشر محمد مرسي ګوند، اخوان المسلمين دواړو د لاريونونو د کولو پرېکړه کړې ده.

د جمعې په ورځ په پلازمېنه قاهره کې بمي چاودنو شپږ کسه ووژل او له ۱۰۰ ډېر نور يې ټپيان کړل.

اخوان المسلمين ته د خبرداري ورکولو په توګه ښاغلي ابراهيم وويل چې د حالاتو د خرابولو هره هڅه به شنډه کړي.

د ۲۰۱۱ کال په جنورۍ مياشت کې د حسني مبارک پر وړاندې د خلکو پاڅون پيل شو او د ښاغلي مبارک د څو لسيزو واکمنۍ ته يې د پای ټکی کېښود.

د مصر اوسني منځمهالي حکومت اخوان المسلمين ترهګره ډله اعلان کړې او په هېواد کې د تاوتريخوالي د پېښو پړه پرې اچول کېږي، چې اخوان المسلمين يې ردوي.

د خلکو له لوري ټاکل شوی ولسمشر محمد مرسي تېر کال د پوځ له لوري له واکه لرې شو او پر ځای يې موقت حکومت کار کوي.

انګېرنه دا ده چې ښايي د پوځ اوسنی مشر عبدالفتاح السیسي په انتخاباتو کې ودرېږي او يو ځلې بيا د تېرو شپږو لسيزو په څېر پوځ د واک په ګدۍ کيني.

ورته مطالب