د مصر پوځ ټاکڼو ته د مارشال السيسي نوماندي ومنله

د انځور حقوق Getty
Image caption د مصر لنډمهالي ولسمشر د ښاغلي السيسي پوځي رتبه له جنراله مارشال ته لوړه کړه.

د مصرپوځ منلې چې مارشال عبدالفتاح السيسي دې د دغه هېواد راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو ته ځان ونوموي.

د مصري پوځ مشر مارشال السيسىي په تېر جولاى کې د دغه هېواد د منتخب ولسمشر محمد مرسي واکمني نسکوره کړه.

تمه ده چې ښاغلى السيسي د وسله والو ځواکونو عالي شورا له لوري ولسمشريزو ټاکنو ته خپله نومونه ومني، او په څو ورځو کې له خپلې دندې لاس په سر شي.

لږ وړاندې د مصر لنډمهالي ولسمشر د ښاغلي السيسي پوځي رتبه له جنراله مارشال ته لوړه کړه.

مارشال السيسي د ډېرو مصريانو خوښ دى، او د چارو څارونکي اټکل کوي چې نوموړى به راتلونکې ټاکنې وگټي چې د روان مېلادي کال په اپرېل کې تر سره کېږي.

تېره شنبه لس گونو زرو کسانو، چې په پلامېنه قاهره کې د حسن مبارک پر ضد د ٢٠١١م کال پاڅون د کليزې لمانځنې لپاره سره غونډ شوي و، پر مارشال السيسي ټاکنو کې د گډون غږ کاوۀ.

په قاهر کې د بي بي سي خبرياله وايي ډېرى مصريان عبدالفتاح السيسي داسې يو پياوړي کس انگېري، چې له سياسي کړکېچه د دغه هېواد د اېستلو لپاره ورته اړتيا ده.

خو ځينو نورو سره دا وېره ده چې، په ټاکنو کې د نوموړي برى ښايي هغې زورواکې واکمنۍ ته بېرته گرځېدل وي چې د مصر انقلاب يې د ختمولو هڅه کوله.

ورته مطالب