سوريه: د واک لېږد پر سر خبرې په ټپه ودرېدلي

د انځور حقوق AFP
Image caption لاخضر ابراهيمي ومنله مخ کې له وخته ده چې يوې هر اړخيزې معاملې ته د رسېدو شونتيا وارزول شي.

سرچينې وايي په جينيوا کې د سوريې په تړاو خبرې اترې يوۀ لنډ مهالي حکومت ته، د واک د لېږد پر سر په ټپه ودرېدلې دي.

د رپوټونو پر بنسټ د سوريې د حکومت پلاوي د خبرو اترو په تړاو گډونوالو ته د اصولو يوه اعلاميه وړاندې کړې، چې د واک د لېږد موضوع په کې نه ده ياده شوې، او مخالفينو هم رد کړې ده.

په خبرو اترو کې ښکېلې غاړې د ولسمشر اسد د راتلونکي رول يا ونډې په تړاو سره ويشلي دي.

داسې څه هم نه دي رادبره شوي چې، د حمص کلابند ښار ته د مرستو کاروانونو ور پرېښودو په باب دې په خبرو اترو کې د ډېر پرمختگ څرگندونه وکړي.

د سوريې حکومت د اصولو په اعلاميه کې ټينگار شوى چې سوري وگړي دې له بهره يوۀ تپل شوي فورمول نه پرته، يو سياسي نظام غوره کړي.

حکومتي پلاوي په همدې حال کې دا ټينگار هم کاوۀ چې د واک د لېږد پرځاى دې پر ترهگرۍ خبرې وشي.

خو مخالفين وايي يو لنډمهالى حکومت دې د بشارالاسد د نظام ځاى ونيسي.

حمص ښار ته د ملگرو ملتونو د بشري مرستو د لېږد پلان هم د خبرو اترو په اجنډا کې و.

د سوريې د بهرنيو چارو مرستيال وزير فيصل المقداد وويل مېرمنې او ماشومان کولاى شي له ښاره ووځي، خو وسله والې ډلې يې مخه نيسي.

حکومت مخالفي بيا ټينگار کوي چې حمص اوس هم کلابند دى، چې د دې کړنې موخه د خلکو وږي ساتل دي، او د زندانيانو پرېښودو په تړاو په خبرو کې پرمختگ نه دى شوى.

په حمص کې دننه يوۀ خبريال بي بي سي ته وويل "په کلابندو سيمو کې شته خواړه ختم شوي او خلک واښه او بوټي خوري."

دغه خبريال زياته کړه چې ناروغان دارو درملو ته لاسرسى نه لري او له ښاره د وتلو لاره هم ورباندې بنده ده.

تېره ورځ سوريې لپاره د ملگرو ملتونو ځانگړي استازي لاخضر ابراهيمي ومنله چې د سولې د خبرو اترو بهير پڅ دى او دا ډېر مخ کې له وخته ده چې يوې هر اړخيزې معاملې ته د رسېدو شونتيا وارزول شي.

ورته مطالب