محمد مرسي د محاکمې لپاره قاهرې ته لېږدول شوی

د انځور حقوق AP
Image caption د پوځ له لوري د ښاغلي مرسي نيول کېدو په مصر کې پراخې مظاهرې راوپارولې

د مصر حکومتي رسنۍ وايي، د دغه هېواد پخوانی اسلامپالی ولسمشر محمد مرسي په ۲۰۱۱ کال کې له زندان نه د تېښتې د پېښې په تړاو په قاهره کې محکمې ته رسېدلی.

د مينا خبري اژانس د راپورونو له مخې، ښاغلی مرسي په اسکندريه کې له يوه زندانه په څرخي الوتکه کې لېږدول شوی دی.

پوځ د ټاکنو په پايله کې د مصر لومړی ټاکل شوی ولسمشر محمد مرسي د ۲۰۱۳ کال په جولای کې د ده د واکمنۍ پر ضد د يو لړ اعتراضونو په پايله کې له واکه لرې کړ.

دی اوس له څلورو جلا جنايي تورونو سره مخامخ دی.

په پلازمېنه قاهره کې د پوليسو اکاډمۍ شاوخوا چې ټاکل شوې دی په کې محاکمه شي کلک امنيتي تدابير نيول شوي دي.

دغه راز شاوخوا ۱۳۰ کسه نور په محاکمه کې له تورونو سره مخامخ دي.

ښاغلی مرسي په ۲۰۱۱ کال کې د پاڅون پر مهال د وادي النطروم زندان د ماتولو له امله چې ويل کېږي، بريد ده تنظيم کړی و تورن دی.

په دغه بريد کې د زندان ساتونکي هم وژل شوي وو.

ټاکل شوې محمد مرسي د محاکمې پر مهال د ښيښې په يوه بکس کې راڅرګند شي او د راپورونو له مخې يوازې هغه مهال به د خبرو اجازه ورکول کېږي، چې لاس پورته کړي.

هغه مهال چې په لومړي ځل نوموړی محکمې ته ورغی، نو محاکمه يې غير قانوني وبلله.

ورته مطالب