اوکراين د مظاهرو د سختو قوانينو لغوه کول منلي

د انځور حقوق mvs.gov.ua
Image caption د اوکراین پارلمان به د سې شنبې پر ورځ د هوکړې په اړه خپله رایې ورکړي

د اوکراین ولسمشر ويکتور ینکویچ د دغه هېواد د اپوزېسیون له مشرانو سره د مظاهرو د سختو قوانينو د لغوه کولو هوکړې ته رسېدلی دی.

ولسمشر ينکويچ په پلازمېنه کيف کې دغه پرېکړه د هغو راپورونو د خپرېدو پر مهال کړې، چې ښايي په هېواد کې بېړنی حالت اعلان شي.

له دوو میاشتنیو سوله ییزو مظاهرو وروسته د نویو قوانینو جوړېدو له کبله په دغه هېواد کې یوه اوونۍ کې خونړۍ پېښې وشوې.

دواړو لوريو په دې هم موافقه وکړه، چې حکومت به نیول شوي مظاهره چيان بښي او مظاهره کونکي به له هغو دولتي ودانیو وځي، چې نیولې دي.

د اوکراین پارلمان به د سې شنبې پر ورځ د هوکړې په اړه خپله رایې ورکړي.

له ولسمشر ینکویچ سره په یوه تلیفوني اړیکه کې د امریکا مرستیال ولسمشر جو بایډن له هغه غوښتي، چې اړودوړ ضد پولیس پر شا کړي.

ده دغه راز پر ولسمشر غږ کړی و، چې له مظاهره کونکو سره د تاوتریخوالي له منځه وړلو په موخه خبرو ته کيني.

په اوکراين کې څو ورځې وړاندې د مظاهرو نوی قانون تصويب شو، چې په کې اړودوړ کوونکو ته تر پنځه کاله سزا ټاکل شوې ده.

د اوکراين اپوزيسيون له وخته وړاندې د ټاکنو د ترسره کېدو غوښتنه کوي، خو ولسمشر وايي مخکې به واک پرېنږدي.

درې ورځې وړاندې د اپوزيسيون مشر د حکومت هغه غوښتنه رد کړه، چې ده ته يې د مظاهرو د پای ته رسېدو په مقابل کې د صدارت څوکۍ منلې وه.

د اپوزيسيون مشرانو هغه مهال ويل تر هغه به خپلو مظاهرو ته دوام ورکوي، چې ولسمشر له واکه لرې شوی نه وي.

د امنيتي ځواکونو او مظاهره چيانو ترمنځ د څو اوونيو مظاهرو له امله سلګونه کسان ټپيان شوي دي.

راپورونه وايي چې په دغو مظاهرو کې تر اوسه درې مظاهره چيان وژل شوي هم دي.

ورته مطالب