لوېديځ استخبارات د "انګري بېرډز" لوبې په مټ معلومات راغونډوي

د انځور حقوق Reuters
Image caption 'انګري بیرډز' لوبه په ټوله نړۍ کې ۱،۷ میلیارد ځلې ډاونلوډ شوې ده.

د امریکا د ملي امنیت اړوند یوه سند کې ویل شوي، چې د متحدو ایالتونو او برتانیا استخباراتي ادارې د چټکو تیلېفونونو (سمارټ فون) د ځینو پروګرامونو په مټ د کاروونکو شخصي معلومات ترلاسه کوي، چې یوه بېلګه یې د "انګري بیرډز" یا (قهرېدلي مرغان) په نامه لوبه ده.

دا د امریکايي مخکني استخباراتي مامور اډوارډ سنوډن تر افشا کولو وروسته وروستي ډاګیزه شوي معلومات دي.

په دغو تازه اسنادو کې راغلي، چې استخبارات د کاروونکي ځان، اړوند معلومات، هغه برېښنايي ځایونه او د اړیکو هغه لیست په نښه کوي، چې د کارن ورسره سروکار وي.

خو د امریکا د ملي امنیت ادارې په یوه ویناپاڼه کې ویلي، چې یوازې "له قانوني لارې د استخباراتي معلوماتو سپړل" یې کار دی.

په اعلامیه کې راغلي، چې :"دا ادعاوې سمې نه دي، چې ګني د امریکا ملي امنیت د ګرځنده تیلېفونونو د پروګرامونو په وسیله او یا هم د ټولیزو رسنیو د وېبپاڼو په مټ استخباراتي معلومات ترلاسه کوي او څارګري کوي".

خو د "نیویارک ټایمز" امریکايي او "ګارډین" برتانوي ورځپاڼو خپاره شوي راپور کې راغلي چې د متحدو ایالتونو استخباراتي اداره او د برتانیا استخبارات له ۲۰۰۷ کال راهیسې له یوبل سره د استخباراتي همکاریو راکړه ورکړه لري.

له دې همکارۍ هدف دا دی چې د کمپیوټرونو او چټکو تیلېفونونو په وسله معلومات ترلاسه کړي.

خو دا نه ده روښانه شوې، چې له دې لارې دوی څومره معلومات ترلاسه کړي دي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption ګوګل، مایکروسافټ، یاهو، فیسبوک او لیکنډاېن شرکتونو وړاندې خلکو ته د لاډېرو معلوماتو د وړاندې کولو لپاره د خپلې ګټې په خاطر قضايي ادعاوې هم راپورته کړې وې.

ګڼ داسې رپوټونه هم شته، چې دغه معلومات له بېلابېلو سرچینو ترلاسه کېږي، لکه نقشې، لوبې او ټولیزې رسنۍ، خو ځینې وخت بیا د انټرنېټ، ګرځنده تیلېفون او لنډو لیکل شویو پیغامونو له لارې ترلاسه کېږي.

په ۲۰۰۸ کال د برتانیا د حکومتي مخابراتو د ادارې له خوا پوه یوه خپاره شوي سند کې ویل شوي وو، چې د د معلوماتو راغونډولو دغه ځانګړی مشترک پروګرام "هدف دا دی، څوک چې تیلېفون کې ګوګل نقشه پروګرام کاروي، نو د برتانیا د حکومتي مخابراتو د سیستم د ملاتړ په مټ یې کارولی شي".

خو په ۲۰۱۲ کال د برتانیا همدې ادارې ویلي وو چې په تیلېفونونو کې د انډرویډ عامل سیستم له لارې د مشهورې لوبې "انګري بیرډز" له لارې معلومات راغونډوي، چې دغه پروګرام تیلېفونونو کې کار کوي، چې په ټوله نړۍ کې تیلېفونونو کې ۱،۷ میلیارد ځلې ډاونلوډ شوی دی.

خو د برتانیا دغه اداره وايي، د استخباراتي موخو اړوندو موضوعاتو تبصره نه شي ورکولی، خو ټول فعالیتونه یې "ضروري او ډاګیزه" دي.

ګوګل، مایکروسافټ، یاهو، فیسبوک او لیکنډاېن شرکتونو وړاندې خلکو ته د لاډېرو معلوماتو د وړاندې کولو لپاره د خپلې ګټې په خاطر قضايي ادعاوې هم راپورته کړې وې.