۴۵ زره افریقايي کډوال د مرګ په لومه کې

Image caption ګومان کېږي چې تېر کال شاخوا ۷۰۰ کسان په اوبو کې ډوب شوي دي.

تازه شمېرې ښيي چې تېرکال له شمالي افریقا څه باندې ۴۵ زرو کډوالو د سمندر له لارې ایټالیا او مالټا ته د ځان رسولو په خاطر خپل ژوند له خطر سره مخامخ کړی و.

دغه شمېرې په هغه رپوټ کې راټولې شوې چې د کډوالو د نړیوالې ادارې له خوا تازه خپور شوی دی.

شمېرې ښيي چې له ۲۰۱۱ کال پرته چې له لیبیا ډېر کډوال ورغلي وو له ۲۰۰۸ کال راهیسې دغې سیمې ته د کډوالو سفرونه ډېر شوي دي.

له روم نه د بي بي سي خبریال الن جانسن په خپل رپوټ کې وايي په هرو څو ورځو کې یو ځل کډوال د ایټالیا سواحلو ته راځي. د کب نیونې او کوچنیو ربړي کښتیو کې په لسګونه کسان سپاره وي.

دا وروستی رپوټ دا خبره په ډاګه کوي چې څومره کسانو په ۲۰۱۳ کال کې په دغه ډول بحري سفر کړی دی.

د ۴۵ زرو کسانو له ډلې اکثره یې د سوريې وګړي دي چې له جګړې تښتېدلي دي. د سوریې کډوالو شمېر څه باندې ۱۱ زره ښوول شوی، ورپسې د اریتیریا او سومالیا وګړي ډېر دي.

Image caption په تېرو ۲۰ کلونو کې ټول شل زره کډوال چې د بحر لارې یې په غیرقانوني توګه سفر کاوه ډوب او مړه شوي دي.

د هغو کسانو په ډله کې چې په بحر کې له ډوبېدو ژغورل شوي څه باندې اته زره یې ماشومان دي چې اکثره یې یوازې دي او خپلوان یې ورسره نه شته.

ګومان کېږي چې تېر کال شاخوا ۷۰۰ کسان په اوبو کې ډوب شوي دي.

دغه راز ویل شوي چې په تېرو ۲۰ کلونو کې ټول شل زره کډوال چې د بحر لارې یې په ناقانوني توګه سفر کاوه، ډوب او مړه شوي دي.

د کډوالو د نړیوالې ادارې یوه ویاند ویلي د هغو نارینه وو، ښځو او ماشومانو شمېرې باید ناعادي ونه ګڼل شي چې له جګړه ځپلو سیمو ځانونه وباسي، بلکې په سمندر کې د هغوی د مړه کېدو د مخنیوي لپاره باید لارې چارې ولټول شي.

ورته مطالب