برتانیا سلګونو سوري کډوالو ته 'موقته' پناه ورکوي

د انځور حقوق Reuters
Image caption برتانیا وايي، پناه ورکول کېدونکي سوري کډوال درې کاله برتانیا کې تېرولی شي.

د برتانیا مرستیال لومړي وزیر نک کلیګ ویلي، هېواد یې هغو سلګونو سوري کډوالو ته پناه ورکوي، چې له جنسي تېري، ربړونې او نورو ستونزو وېره لري.

دا پناه به د لنډمهال لپاره وي.

دی وايي، د برتانیا دغه پرېکړه د دې ښکارندويي کوي چې ګني برتانیا د نړیوالو کډوالو لپاره خوندي ځای دی.

د برتانیا حکومت اټکل کوي، د هغو سوري کډوالو شمېر به سلګونو ته ورسېږي، چې برتانیا ورته د موقتې پناه ورکولو ټټر وهلی دی.

خو د پناه ورکول کېدونکو کډوالو دقیق شمېر لاهم نه دی ښوول شوی.

برتانیا کې د مېشتېدنې پروګرام په چورلټ ډلو د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو له پروګرام سره توپیر لري.

جرمني هم تر لسو زرو د ډېرو کډوالو پناه ورکولو غوښتنه منلې او فرانسې ۵۰۰ کډوال منلي دي.

د برتانیا پر حکومت له دې اړخه ډېرې نیوکې شوې، چې ګني د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو له پروګرام جلا کار کوي.

د کارګرو مخالف ګوند هوډ لري چې دا موضوع پارلمان کې یاده کړي.

کلیګ وویل: "ایتلافي حکومت غواړي سوریه کې ښه رول ولوبوي. برتانیا سوریه کې د ۶۰۰ میلیون پاونډو په ارزښت بشري مرستې کړې دي، چې په دې سره په نړۍ کې دویم نمبر خیریه لوی کارونه کوي".

دی زیاتوي: "خو دا چې جګړه روانه ده، لاهم سوري وګړي له خپلو مېنو وتلو ته اړ کېږي، باید موږ تر خپله وسه له دوی سره مرسته وکړو".

کلیګ وايي، حکومت به سوري کډوالو ته برتانیا کې د دایمي پاتې کېدو اجازه ورنه کړي.

بي بي سي ته ویل شوي، چې دغو سوري کډوالو ته به موقتې وېزې ورکړل شي، چې تر درو کلونو پورې برتانیا کې پاتې کېدای شي.

بیا به هره یوه وېزه د سړي د قضیې په اړوند څېړل کېږي او د سوریې وضعیت به پام کې نیول کېږي.

مرستیال لومړي وزیر نک کلېګ وویل: "دوی به دلته د یوې مشخصې مودې لپاره پاتې کېږي چې فکر کوم موږ هم پرې خوشحالېږو او دوی هم، خو پای کې به بېرته سوریې ته ستنېږي، فکر کوم چې هر سوري وګړی تمه لري، چې هېواد کې یې ارامي راشي او بېرته ورستون شي".