براهيمي: جنيوا کې ښکاره پرمختګ نه دی شوی

د انځور حقوق AFP
Image caption په جنيوا کې د سوريې په تړاو د سولې خبرې يوه اوونۍ وړاندې پيل شوي دي

د سوريې په جګړه کې د ښکېلو غاړو ترمنځ د سولې په خبرو کې د ملګرو ملتو منځګړي لخضر براهيمي ويلي، چې د غليمو غاړو ترمنځ خبرو کې کنګلونه ماتېږي.

خو ښاغلي براهیمي وويل تمه نه لري، چې اوس دې له دغو خبرو د سوريې د روان کړکيچ د هوارولو لپاره مهم څه راووځي.

د سوريې لپاره د مګرو ملتو استازی وايي: ''تاسو پوهېږئ که ريښتيا وويل شي زه تمه نه لرم چې موږ به کوم مهم څه ترلاسه کړو. زه پر دې خوښ يم چې لا هم خبرې کوو. کنګلونه ورو ورو ماتېږي، خو زه په دې نهيلی يم چې په لومړي پړاو کې مو د ډېر څه تمه نه لرله''.

بل خوا په جنيوا کې د سولې په خبرو کې د سوري اپوزېسيون يو وياند ښاغلي الصافي ویلي په خبرو کې پرمختګ شوی، خو زیاتوي چې لا هم د دواړو خواوو په دریځونو کې لوی واټن شته دی.

نوموړي وويل د دوی ترمنځ تر ټولو لوی توپير په دې کې دی، چې خبرو کې څه ته لومړيتوب ورکړای شي.

ښاغلی الصافي وايي: ''زه فکر کوم چې نن موږ په سم لوري د خبرو د بيولو په برخه کې پرمختګ وکړ. نن موږ د جنيوا په چوکاټ کې خبرې کوو او رژيم په پای کې ومنله چې په دې چوکاټ کې خبرې وکړي، خو له دې سره سره په دې تړاو چې پر څه خبرې وکړو زموږ او د رژيم د دريځونو ترمنځ ستر توپير موجود دی''.

خو د سوريې د ولسمشر بشار الاسد يوې سلاکارې بسينه شعبان اپوزيسيون تورن کړ، چې د جګړې د پای ته رسولو پر ځای ډېر ټينګار واک ته په رسېدو کوي.

دا وايي: ''زموږ ترمنځ يوازنی او تر ټولو لوی توپير دا دی چې موږ غواړو د لومړۍ جنيوا اعلاميه ټکي په ټکي تر بحث لاندې ونيول شي، خو دوی نه غواړي چې د لومړۍ جنيوا اعلاميه بند په بند وڅېړل شي. دوی غواړي هغې مادې ته ټوپ وهي، چې پر انتقالي حکومت خبرې کوي. دوی له دې سره لېواله دي چې حکومت ته راشي''.

په پام کې ده چې د سوريې اپوزيسيون او سوري حکومت ترمنځ روانې خبرې سبا د جمعې پر ورځ پای ته ورسېږي.

ورته مطالب