د سوريې د وسلو سپارل ځنډ سره مخامخ شوي

د انځور حقوق Reuters
Image caption د اټومي وسلو د مخنيوي ادارې چارواکي سره جرگه شوي، چې دغه بې سارى بهير بېرته په خپل اصلي لوري سم کړي

د امريکا دفاع وزير چک هېگل د سوريې اټومي وسلو سپارلو په بهير کې را منځته شوي ځنډ له امله اندېښنه څرگنده کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د اټومي وسلو مخنيوي ادارې چارواکي چې دغه ماموريت څاري په هاگ کې سره جرگه شوي، چې دغه بې سارى بهير بېرته پر خپل اصلي لوري سم کړي.

غونډه به د جمعې په ورځ هم دوام ومومي.

په هاگ کې د بي بي سي خبرياله وايي حالت ډېر حساس دى او د تمې په خلاف، ځنډ ته د ځواب ويلو په تړاو، يوې هوکړې ته د رسېدو په برخه کې پلاوو ډېر وخت ونيوۀ.

د کيمياوي وسلو د مخنيوي ادارې وياند بي بي سي ته وويل دوى اوس هم هڅه کوي چې د فشار راوستو او زغم يو تر ټولو اغيزمن انډول رامنځته کړي.

د نوموړې ادارې وياند د دغه کار جديت ته هم اشاره وکړه.

ځينې پوځي سرچيني وايي ولسمشر اسد به ښايي په لوى لاس ځنډ کوي، او د کيمياوي وسلو په برخه کې شوې معامله به د هغو خبرو اترو د ځنډولو لپاره کاروي چې په ترڅ کې نړېواله ټولنه کولاى شي د سوري حکومت پر ضد نور جزايي گامونه پورته کړي.

د امريکا دفاع وزير چک هېگل د پولنډ په پلازمېنه وارسا کې خبريالانو سره په يوه ناسته کې، په رامنځته شوي ځنډ کې د سوريې د موخې په تړاو پوښتنه راپورته کړه.

د انځور حقوق AP
Image caption ښاغلي هېگل زياته کړه "اړتيا ده چې سوريه دغه ستونزه هواره کړي."

هغه وويل نه پوهېږي چې دا ځنډ د نه وړتيا له امله رامنځ ته شوى او که ځنگه.

ښاغلي هېگل زياته کړه "اړتيا ده چې سوريه دغه ستونزه هواره کړي."

سوریې د امریکا او روسیې په منځګړتوب له هغه وروسته د خپلو کيمياوي وسلو د سپارلو هوکړه وکړه چې د سارین غازو ډک څو توغندي د اګست میاشتې په ۲۱ مه، دمشق ته نژدې، پر دریو کلیو ولګېدل او په زرګونه کسان یې ووژل.

لوېدیځ چارواکو وويل یوازې د سوریې حکومت کولی شي دا ډول یو برید وکړي خو د سوریې ولسمشر بشارالاسد یې پړه پر یاغیانو واچوله.

د سوریې د کیمیاويي وسلو د ختمولو نړیوال پلان له مخې امریکايي او چینايي کامرې به د هغو روسي لاریو خوځښت څاري چې په سوریه کې دننه له ۱۲ ځایونو نه کیمیاويي وسلې لاذقیه بندرته لېږدوي.

ل وروسته به ناروېژنۍ او ډنمارکۍ بېړۍ دغه وسلې د ایټالیا یوه بندر ته وړي او بیا به هلته د امریکا یوې سمندري بېړۍ ته لېږدول کېږي او له شنډېډو وروسته به یې هغوی په نړیوالو اوبو کې اچوي.

ورته مطالب