امریکا حکومت:جوهر لپاره به د اعدام سزا غوښتنه کوو

د انځور حقوق AP
Image caption پر جوهر د یوه پولیس افسر وژلو او ګاډي غلا کولو تورونه هم شته.

د امریکا متحدو ایالتونو حکومت وايي، له محکمې نه به د بوسټن ښار بمي چاودنو تورن جوهر څارنایف لپاره د اعدام سزا درخواست وکړي.

د امریکا لوی څارنوال ایریک هولډر د بوسټن ښار چاودنو ته په اشارې سره یوه بیان کې ویلي ' د دغې پېښې څرنګوالي او د دغه پېښه کې اوښتي زیان ته په کتو سره موږ دغې پرېکړې ته اړ شوي یو.'

جوهر ۲۰ کلن دی او پرې ۳۰ تورونه لګېدلي، چې پکې په پراخه کچه د وژنو لپاره د وسلې کارولو تور هم شامل دی.

که پر نوموړي دغه تورونه ثابت شي، کېدای شي د اعدام سزا ورکړله شي.

بوسټن کې د ځغاست لوبې پر مهال د بمي چاودنو پایله کې ۳ کسان وژل شوي وو او ۲۶۰ نور ټپیان شوي وو.

بوسټن ته څېرمه سیمې واټر ټاون پولیس مشر ایډ ډيو په خبره جوهر څارنایف له پولیسو سره له متقابلو ډزو وروسته خپل ورور هم تر ګاډي لاندې کړی و.

جوهر څارنایف تر اوسه د جرم اقرار نه دی کړی او د محاکمې نېټه یې هم نه ده په ډاګه شوې.

څارنوالانو پر جوهر څارنایف او مړه ورور یې تیمورلن څارنایف تور لګولی، چې د بوسټن ځغاست لوبې پر مهال يې دوه بخاردیګونه له چاودېدونکو توکو ډک کړي وو او د ځغاست لوبې پای ته رسېدو ځاي کې يې ځای پر ځاي کړي وو.

پر جوهر د یوه پولیس افسر وژلو او ګاډي غلا کولو تورونه هم شته.

پر نوموړي به د اعدام سزا فدرالي قانون له مخې تورونه پورې شي، ځکه میساچوسټس ایالت کې ۱۹۸۴ کال د اعدام سزا ختمه شوې ده.

څارنایف وروڼه چیچنیایان دي او ماشومتوب يې په هماغه جګړه ځپلې سیمه کې تېر کړی.

د انځور حقوق Reuters
Image caption امریکايي چارواکي شک کوي، چې دواړه وروڼه د خپلې مور زبیده څارنایف له لوري افراطیت ته ټیل وهل شوي دي.

خو دوی له نژدې یوې لسیزې راهیسې بوسټن ښار ته څېرمه کیمبرج سیمه کې اوسېدل.

دا هغه سیمه ده، چې د نړۍ مشهور هارورډ پوهنتون پکې موقعیت لري. امریکايي چارواکي په دې باور دي، چې څارنایف وروڼو په اسلامي هېوادونو کې د امریکايي پوځي کړنو غچ اخیستو لپاره دغه چاودنې کړې.

جوهر له نیول کېدو لږ مخکې یوه نوټ کې لیکلي وو:

'موږ مسلمانان د یوه بدن غړي یو، که تاسې یوه ته زیان ورسوئ، موږ ټولو ته به زیان ورسېږي.'

امریکايي چارواکي شک کوي، چې دواړه وروڼه د خپلې مور زبیده څارنایف له لوري افراطیت لور ته ټیل وهل شوي دي.

دواړو وروڼو له بریدونو مخکې د اسلامي سخت دریځو ویب پاڼې لوستلې.

د دوی دوستان وايي کشر ورور خورا ډېر چرس کارول او لمونځ یې هم کله نا کله کاوه.

ورته مطالب