''پر سوريې فشار راوړئ چې د وسلو لېږد چټک کړي''

د انځور حقوق
Image caption په دغه ليدنه کې وروسته د ملګرو ملتو سرمنشي بانکي مون او د سوريې لپاره د ملګرو ملتو او عرب ليګ ځانګړي استازي لخضر براهيمي هم ګډون وکړ.

د امریکا د بهرنيو چارو وزير له خپل روسي سيال نه غوښتي، چې د سوريې د کېمياوي وسلو د زېرمو د لېږد بهير د چټکولو لپاره پر سوريې فشار واچوي.

جان کېري دغه څرګندونې له سرګي لاوروف سره د جمعې په ورځ د ميونيخ د امنيتي کنفرانس په څنډو کې د ليدنې پر مهال وکړې.

رويترز اژانس د يوه امريکايي چارواکي له قوله چې نوم يې نه دی اخيستل شوی ويلي، د روسيې او امريکا د بهرنيو چارو وزيرانو د سوريې د کېمياوي وسلو د بهير چټکولو موضوع د ميونيخ په کنفرانس کې راپورته کړه.

په دغه ليدنه کې وروسته د ملګرو ملتو سرمنشي بانکي مون او د سوريې لپاره د ملګرو ملتو او عرب ليګ ځانګړي استازي لخضر براهيمي هم ګډون وکړ.

د امريکا د دفاع وزير چيک هېګل هم د پنجشنبې پر ورځ په پولنډ کې له خبريالانو سره د خبرو پر مهال د سوريې د کېمياوي وسلو د لېږد د سوکه بهير په اړه اندېښنه په ډاګه کړه.

د کېمياوي وسلو د مخنيوي اداره وخت لري، چې د سوريې وسلې د جون مياشتې تر ۳۰مې ويجاړې کړي.

د ملګرو ملتو له ملاتړه د برخمن دغه پروګرام له مخې سوري چارواکي له هېواده د کېمياوي وسلو د وېستو او ويجاړولو په تړاو مکلف دي.

د انځور حقوق AFP
Image caption د سوريې په تېره دوه کلنه جګړه کې شاوخوا ۱۳۰زره کسان وژل شوي دي

د امريکا لومړي وزير جان کېري په سوريه کې روان کړکېچ نه د راټوکيدلي انساني ناورین په اړه هم اندېښنه په ډاګه کړې ده.

په سويس کې دا اوونۍ د سوريې د سولې په تړاو خبرې پرته له کوم پرمختګه پای ته ورسېدلې او د سولې دا خبرې به د فبرورۍ پر ۱۰مه نېټه بیا پيلېږي.

د ملګرو ملتو ځانګړي استازي لخضر براهيمي ويلي، د ده په اند که څه هم په روانو خبرو کې پرمختګ نه ترسترګو کېږي، خو د مذاکراتو پر مهال داسې خبرې مخې ته راغلې، چې که بنسټ شي د دواړو خواوو ترمنځ خبرې مخکې تللی شي.

ورته مطالب