د اوکراين اپوزېسيون پر لويديځ د ملاتړ غږ کړی

د انځور حقوق AP
Image caption په اوکراين کې له تېرو څو اوونيو راهيسې نښتې روانې دي چې لسګونه کسان په کې ټپيان شوي

د اوکراين يوه مخکښ مشر پر لويديځ غږ کړی، چې د ده په هېواد کې د سياسي کړکيچ له حل سره د مرستې په موخه نور ملاتړ وښيي.

ارسينې يتسينيوک ويلي دي چې : ''اوکراين يو 'لارښود پلان' ته اړتيا لري، نه يوه 'پوځي قانون' ته''.

ښاغلي يتسينيوک دغه څرګندونې د جرمني د ميونيخ په امنيتي کنفرانس کې له بهرنيو مشرانو سره د خبرو پر مهال کړي دي.

ټاکل شوې د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کېري نن له ده سره ليدنه ولري.

په اوکراين کې وروسته له هغه اړودوړ خپور شو، چې په نومبر مياشت کې ولسمشر ويکتور يانکوېچ له اروپايي ټولنې سره د روسيې په پلوۍ له موافقې ووت.

بل خوا د اوکراین تلویزیون وايي د پولیسو څېړونکو په پلازمینه کیف کې هغه روغتیايي کلنیک پرې ایښی، چې د مخالفینو د یوه مشر دیمتري بولاتوف درملنه په کې کېده.

دوی له ښاغلي بولاتوف څخه پوښتنې ګرویږنې نه دي کړي.

هغه د سختو ټپونو تر درملنې لاندې دی، چې د تښتونې پر مهال وراوښتي دي.

بولاتوف د پراخو لاریونونو په سمبالولو تورن دی او د نیولو امر یې شوی دی.

د اوکراین د کورنیو چارو وزارت يوه چارواکي اولېګ تاتاروف ویلي اوس دوی د بولاتوف د تښتونې په اړه څېړنې کوي.

دی وايي: ''دا کار ډېرې موخې لرلای شي. موږ یې په اړه پلټنې کوو، کیدای شي د دې سړي ورکېدل یوه جنايي پېښه وي او یا هم ښايي د پيسو لپاره تښتول شوی وي. بله موخه یې دا هم کیدای شي چې دا کار د خلکو د پارولو لپاره دوی په خپله کړی وي''.

په اوکراين کې سره له دې چې لومړي وزير ميکولای ازاروف استعفا وکړه او د مظاهرو د محدودولو قانون لغوه اعلان شو، لا هم مظاهرې روانې دي.

که څه هم مظاهره چيانو د حکومت د دغه ګام هرکلی کړی، خو غوښتنه يې دا ده چې ولسمشر ويکتور يانکوېچ بايد استعفا وکړي.

ورته مطالب