ارام سمندر کې ۱۶ میاشتې ورک، پیدا شوی

د انځور حقوق
Image caption ښاغلي ایوان له مکسیکو اته زره میله واټن وهلی وو، چې د پنجشنبې په ورځ د مارشال ټاپوګانو دوو اوسیدونکو وموند.

یو مکسیکويي وګړی چې په آرام سمندر کې شپاړس میاشتې ورک وو، وچې ته رسېدلی دی.

ښاغلی جوز ایوان وايي له خپل یوه ملګري سره یې د ۲۰۱۲ کال په فبرورۍ کې مکسیکو د السلوادور په موخه پرېښوده.

دغه سړی چې په سټه ډنګر شوی او ږیره او ویښته یې اوږده شوي وو د دغې اونې په لومړیو کې د مارشال ټاپوګانو ته ورسېد.

راپورونه وايي چې ښاغلي ایوان په تشو لاسونو کبان او مرغان نیول او خوړل یې چې ورسره ژوندی پاتې شوی دی.

هغه وايي د ده ملګری څو میاشتې وړاندې په سمندر کې مړ شوی دی.

‎ښاغلي ایوان له مکسیکو اته زره میله واټن وهلی وو، چې د پنجشنبې په ورځ د مارشال ټاپوګانو دوو اوسیدونکو وموند.

د موندلو پر مهال د هغه حالت ښه نه وو، خو مخ په ښه کېدو دی.

د هغه کوچنۍ بیړۍ سخته ځپل شوې او داسې ښکاري چې مودې مودې په اوبو کې پاتې شوي وي.

د ایوان د ژوندي پاتې کېدو بشپړ جزییات لا هم نه دي په ډاکه شوي. کله چې د هغه کوچنۍ بیړۍ په ایبون کې وچې ته ورسېده نو یو ښکار شوی مرغه پکې پروت وو.

ایبون سیمې ته د حکومت یوازېنۍ رسیدلې الوتکه چې دا مهال د بیا رغونې په حال کې ده ښايي د سه شنبې تر ورځې الوتنه ونه کړي. چارواکي پر دې فکر کوي چې د ښاغلي ایوان د لېږدولو لپاره یوه بېړۍ هلته ولیږي.

دا لومړی ځل نه دی چې په آرام سمندر کې د ژوندي پاتې کېدو کیسه رامنځ ته کیږي.

په ۲۰۰۶ کال کې هم درې مکسیکويي وګړي هغه مهال د نړیوالو رسنیو د سر خبر شو، چې هغوی د لامبو په حال کې وموندل شول.

د هغوی بیړۍ له مارشال ټاپوګانو سره شارک کب ماته کړې وه او نهه میاشتې له یوې کوچنۍ بېړۍ سره په آرام سمندر کې پاتې شوي وو.

هغوی د باران په اوبو، کبانو نیولو او د سمندري مرغانو ښکار کولو او خوړلو سره ژوندي پاتې شوي وو.‎