قاهره کې بیا د مرسي محاکمه پیلېږي

مرسي د انځور حقوق
Image caption د مرسي محاکمه تر فبرورۍ ځنډول شوې وه.

د مصر د پرځول شوي ولسمشر محمد مرسي یوه محکمه به د نن ورځې په وروستیو کې په قاهرې کې پیل شي.

ښاغلی مرسي او د هغه د اخوان المسلمین ګوند څوارلس نور ملګري په ۲۰۱۲ کال کې د ولسمشرۍ ماڼۍ بهر د لاریون کوونکو د وژلو په هڅولو کې ښکېل بلل کیږي.

په یوې بلې محکمې کې چې څلور ورځې مخکې وه، ښاغلي مرسي د ځان دفاع کوله او نارې یې وهلې چې هغه لا هم د مصر "قانوني ولسمشر" دی.

ښاغلی مرسي په تېر جولای کې تر پراخو لاریونونو وروسته د پوځ له خوا له واکه لېرې کړای شو.

د جمعې په ورځ په قاهرې او اسکندریې کې بلوا ضد پولیسو د ښاغلي مرسي پر پلویانو اوښلن ګاز وکارول.

پر دغو کسانو تور دی، چې د "اتحادیه ماڼۍ" پېښه کې یې لاس درلود.

په تېر نومبر کې د مرسي له لوري اساسي قانون کې کې د بدلون پرضد مظاهرې پر تاوتریخوالي واوښتې.

مصري چارواکو ویلي وو، چې د تېرې جنورۍ وروستیو کې مرسي د محکمې غونډې ته د ناوړه هوا له کبله حاضر نه شو.

خو د تېرې سې شنبې په ورځ لیری شوی ولسمشر د حسني مبارک پرضد د جنورۍ د مشهور پاڅون پرمهال د مصر له یوه زندانه د تور پېښه کې جوړې شوې محاکمې ته حاضر شو.

له زندانه د تېښتې پېښه کې ځینې مصري پولیس وژل شوي وو.

د مصر کړکېچ

  • ۳ جولای ـ ولسمشر محمد مرسي د پوځ کودتا پایله کې لیرې او بندي شو
  • ۴ جولای ـ د مخکني ولسمشر پلوي لاریونیانو د قاهرې رابعه العدویه او النهضت میدانونو کې لاریونونه وکړل
  • ۲۷ جولای ـ رابعه العدویه میدان کې د امنیتي ځواکونو ډزو کې تر ۷۰ ډېر کسان ووژل شول۱۴
  • اګست ـ امنیتي ځواکونو د لاریونانو دواړه کمپونه مات کړل، چې لږترلږه ۶۳۸ کسان په کې ووژل شول
  • ۱۶ اګست ـ اخوان المسلمین د قاهرې رمسیس څلورلارې کې د "غوسې ورځ" په نامه لاریونونه وکړل‎، لږترلږه له ۱۷۳ کسان په کې ووژل شول
  • ۱۷ اګست ـ قاهره کې د الفتح جومات نیول، چې د هېواد ګوټ-ګوټ کې د سیاسي اړدوړ له کبله ۷۹ کسان ووژل شول
  • ۱۸ اګست ـ د اخوان المسلمین ۳۶ بندیان ګاډو د تېښتې د هڅې پایله کې وژل شوي

ورته مطالب