په بنکاک کې له ټاکنو دمخه تاوتریخوالی

د انځور حقوق Reuters
Image caption په تایلنډ کې حکومت ضد مظاهرې وروسته له هغه پیل شوې چې پارلمان د بښنې یو لانجمن قانون تصویب کړ.

د تایلنډ په پلازمېنه بنکاک کې سبا (یکشنبه د فبرورۍ دویمه) له انتخاباتو دمخه د حکومت ضد مظاهره کوونکو سره په شخړو کې یو شمېر کسان ټپیان شوي دي.

دغه تاوتریخوالي د صدراعظمي ینګلک شینواترا د پلویانو او مخالفینو ترمینځ رامینځ ته شوی دی.

دا څرګنده شوې نه ده چې ټپي شوي کسان د کوم لورې پلویان دي.

ویل شوي چې حکومت ضد مظاهره کوونکو د هغو ودانیو مخه نیولې وه چې رایې پاڼې په کې زیرمه شوې دي او نه یې پریښودل چې رایې پاڼې وویشل شي.

تېره اوونۍ هم حالات هغه مهال یو څه کړکیچن شول چې مظاهره کوونکو له وخت مخکې د رایې اچونې مخه ونیوله.

مظاهره چیان غواړي چې یوه نامنتخبه د خلکو شورا د حکومت ځای ونیسي او مخالفینو د یکشنبې ورځې له ټاکنو سره چې احتمالاً آغلې شینواترا به یې وګټي د پریکون هم ویلي دي.

په تایلنډ کې حکومت ضد مظاهرې د نومبر په میاشت کې وروسته له هغه پیل شوې چې د دغه هېواد پارلمان د بښنې یو لانجمن قانون تصویب کړ چې له مخې یې د آغلې شینواترا ورور تاکسین شینواترا کولای شي بیرته ستون شي.

د تایلنډ صدرآعظمې له وخت مخکې د انتخاباتو د ترسره کولو غوښتنه د ناآرامیو د ختمولو په خاطر وکړه خو مخالفین وايي چې ټاکنې به پرې نږدي چې پرمخ لاړې شي.

د انتخاباتو د کمېسیون چارواکي اټکل کوي چې د یکشنبې په ورځ به د رایې اچونې ۱۰ سلنه مرکزونه تړلي وي.

ورته مطالب