په حلب کې هوايي بريدونو ۴۶ کسه وژلي دي

د انځور حقوق REUTERS
Image caption د سوريې په څه باندې دوه کلنه جګړه کې نژدې ۱۳۰زره کسان وژل شوي دي

د سوریې حکومت مخالفو وسله والو پر حکومتي ځواکونو تور لګولی چې په شمالي ښار حلب کې یې د څو بریدونو په ترڅ کې ۴۶ تنه وژلي دي.

په برتانيا کې مېشته د فعالينو څار ډله وايي څرخي الوتکو د ښار په ختیځ کې بېرلي بمونه غورځولي دي.

په حلب کې د حکومت د مخالفینو تر منځ هم جګړې روانې دي.

راپورونه وايي له القاعدې سره تړلې ډلې د خپلې سیالې ډلې 'توحید' مشر وژلی دی.

دغه نښتې پر داسې مهال کېږي، چې په جنيوا کې د سوريې د ښکېلو غاړو ترمنځ د سولې خبرې پرته له کومې پایلې، پای ته ورسېدې.

مخالفينو او د سوري حکومت استازو پوره يوه اوونۍ د ملګرو ملتو د ځانګړي استازي لخضر براهيمي په منځګړتوب خبرې وکړې.

مخالفو استازو ويل په راتلونکي انتقالي حکومت کې بايد ولسمشر بشار الاسد ته هېڅ ځای نه وي، خو د اسد استازو دغه څه نه منل.

بل خوا د امریکا د بهرنیو چارو وزرات د سوریې هغه ادعاوې رد کړي چې وايي واشنګټن له دوی په سويس کې د سولې تر خبرو ۱۰ ورځې وړاندې د مخامخ خبرو غوښتنه کړې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي امریکا د مخامخ خبرو غوښتنه نه ده کړې او ښاغلی کېري به د هغو خبرو په اړه بښنه ونه غواړي چې د اسد د رژیم د بې رحمۍ په اړه یې کړې دي.

د ملګرو ملتو د شمېرو له مخې په سوريه کې له تېرو دوو کلونو راهيسې د تاوتريخوالي په پايله کې نژدې ۱۳۰زره کسان وژل شوي دي.

ورته مطالب