فلم ستوری هوفمن مړ شوی دی

د انځور حقوق Reuters
Image caption فېلېپ هوفمن د ۴۶ کلونو په عمر په خپل کور کې مړ موندل شوی دی

د هاليووډ فلم لوبغاړي په نیویارک کې فلم ستوري فېلېپ هوفمن ته د درناوي مراسم پر ځای کوي چې د یکشنبې په ورځ مړ شو.

هغه ۴۶کلن و او د اسکار جایزې ګټونکی و. دی په خپل کور کې مړ وموندل شو.

ملګرو یې د بیړنیو خدمتونو څانګې ته ټېلېفون کړی و او هغو هوفمن په خپل کور کې مړ وموند.

د پولیسو ویاند وایي د مشکوکو درملو چې ښایی هېروین وي، دوې وړې پلاستیکي کڅوړې یې د هغه د جسد تر څنګ موندلې دي.

روبېرت دې نیرو د هغو ګڼو کسانو په منځ کې و چې هوفمن ته یې د درناوي مراسم وړاندې کړل، هغه هوفمن یو وتلی لوبغاړی انځور کړ.

روبېرت زیاته کړه"د فېلېپ په مرګ ډېر خواشینی دی، هغه ډېر ښه اکټر و، دا داسې مهال دی چې موږ وایو نه وای پېښ شوی."

د هغه کورنۍ په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویلي، د فېلېپ په مرګ سخت خپه دي.

له فېلېپه درې ماشومان او مېرمن پاتې دي.

جېنیفر لاورېنس چې له هوفمن سره یې د هنګر ګېم په فلم کې په ګډه کار کړی و، هغه یې بې ساری فلم لوبغاړی وباله.

هغې زیاته کړه "د فېلېپ په مرګ سخته خواشینې ده."

جولیان مور چې له هوفمن سره په بوګي نایټس، مګنولیا او لوی لیبووسکي کې لوبېدله وه وایي "ویاړي چې له فېلېپ سیمور سره یې ډېره موده کار کړی او هغه یې پيژانده، اوس یې په مرګ غمېدلې ده."

جورج کلوني چې له هوفمن سره د ايډس اف مارچ کې څرګند شوی و، وایي" دا لویه غمیزه ده او د ویلو لپاره هېڅ نه لري."

نورو زیاتو فلم لوبغاړو د هوفمن په مړینه خواشیني څرګنده کړې ده.

د انځور حقوق Reuters
Image caption په منهتن کې له یوه رستوارنه بهر هوفمن ته د درناوي ګلان اېښودل شوي دي

ښاغلي هوفمن په تېر کې د نشه یي توکو سره د مبارزې په اړه خبرې کړې وې.

په ۲۰۰۶م کال کې یې له سي بي اېس سره په مرکه کې منلې وه چې له نشه یې توکو یې ناوړه ګټه اخیستې ده.

هوفمن په ۲۰۰۵م کال کې د ښه هنرمند د اسکار جایزه وګټله او نورو درې جایزو ته، ماستر، شک او د چارلي وېلسن جګړې د فلمونو جایزې ته کاندید و.

د هاليووډ رپورټر په وینا هوفمن د هنګر ګېم یو ( د لوږې لوبه) کې رول پای ته رسولی و او په دویمه برخه کې یې هم تر یوې کچې رول لوبولی و.

ویل کېږي چې دا فلمونه به د سږکال(۲۰۱۴) په نومبر او ۲۰۱۵م کال په نومبر کې سینما ته راځي او د ده مرګ به اغېز پرې ونه لري.

په پام کې وه چې نوموړی په تلویزیوني سریالونو کې هم ولوبېږي خو ژوند ور سره وفا ونه کړه.

ورته مطالب