لیبیا: ټولې کیمیاوي وسلې مو ویجاړې کړې

د انځور حقوق AFP
Image caption عبدالعزیز ویلي، هېواد یې ټولې هغه کیمیاوي وسلې ویجاړې کړې، چې په واک کې یې وې.

د لیبیا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د بمونو، توپخانې او وژونکي ګاز په ګډون یې ټولې کیمیاوي وسلې ویجاړې کړې دي.

وزیر محمد عبدالعزیز د سې شنبې په ورځ طرابلس کې خبریالانو ته وویل چې "لیبیا اوس له هغو کیمیاوي وسلو خالي شوه، چې د خلکو او چاپېریال او څنګلورو هېوادونو لپاره د خطر اندېښنې ورسره ملې وې".

نوموړی زیاتوي: "که چېرې د امریکا، کاناډا او جرمني لوژستیکي همکاري او مسلکي مرسته نه وای، موږ د دې توان نه درلود، چې له کیمیاوي وسلو ځان خلاص کړو".

نوموړی زیاتوي، چې د دغو وسلو ویجاړول له هېڅ کوم پام وړې پېښې رامنځ ته کېدا پرته بشپړ شول.

د عبدالعزیز دغه څرګندونې داسې مهال شوې، چې د کیمیاوي وسلو د بندیز عمومي مدیر احمد اوزمجو هم وړاندې خبري غونډه لرله.

نوموړي لیبیا کې د خبرو پرمهال ویلي وو، چې "دا د نړیوالې همکارۍ یوه څرګنده بېلګه ده، چې سوریه کې هم باید همدغه بېلګه وکارول شي".

د کیمیاوي وسلو د بندیز تړون

لیبیا دا پرېکړه وروسته تر هغه وکړه، چې په ۲۰۰۴ کال یې د کیمیاوي وسلو د بندیز تړون لاسلیک کړی و، خو د بندیز چارې یې په ۲۰۱۱ کال هغه مهال وځنډول شوې، چې د معمرالقذافي پرضد پاڅونونو زور واخیست.

د انځور حقوق .
Image caption لیبیا په ۲۰۰۴ کال د کیمیاوي وسلو د ګوښي کولو چاره پیل کړې وه.

لیبیا ۱۳ ټنه وژونکی ګاز لري، خو د تړون د لاسلیک پرمهال مخکني نظام ژمنه کړې وه، چې ټولې کیمیاوي ذخیرې به ویجاړې کړي.

هغه مهال ویل شوي وو، چې په سلو کې ۵۴ وژونکی ګاز یې له منځه وړی او نژدې څلوېښت سلنه نور هغه کیمیاوي مواد یې هم له منځه وړي، چې په وسلو کې کارېدل.

همداشان، هغه ۳۵۰۰ بمونه یې هم له منځه وړي، چې په زهر لرونکو کیمیاوي موادو کې کارېدل.

د کیمیاوي وسلو د بندیز سازمان کارپوهانو د دغه بهیر څارنه کوله.

خو د دغه بهیر د چټکولو لپاره، طرابلس له واشنګټن سره په تېر سپتمبر کې د پاټې وسلو د ویجاړولو د همکارۍ یو تړون لاسلیک کړ.

ورته مطالب