امریکا د حقاني شبکې درې غړي ترهګرو لست کې راوستي

د انځور حقوق AP
Image caption د حقاني شبکه طالبانو پورې تړلې ده، چې د پاکستان شمالي وزیرستان په قبایلي سیمه کې فعالیت کوي او په افغانستان کې پر افغان او ناټو ځواکونو بریدونه کوي.

د امریکا مالیې وزارت د حقاني شبکې یو شمېر مالي چارواکي په نښه کړي دي. دغه وزارت د حقاني شبکې درې مهم غړي هر یو سیدالله جان، یحیی حقاني او محمد عمر ځدراڼ د نړیوالو ترهګرو په نوملړ کې شامل کړي.

نوموړي وزارت له دغو دریو کسانو سره د امریکايي اتباعو راکړه ورکړه غیر قانوني اعلان کړې او د امریکا تر کنترول لاندې سیمو کې یې د هغوی شتمنې کنګل اعلان کړې ده.

د دغو دریو کسانو له جملې پر محمد عمر ځدراڼ دا تور هم دی، چې له افغان طالبانو سره اړیکي لري.

دې سره د حقاني شبکې د هغو چارواکو شمېر، چې د امریکا د بندیزونو په لیست کې شامل دي، ۱۴ تنو ته ورسېد.

د حقاني شبکه طالبانو پورې تړلې ده، چې د پاکستان شمالي وزیرستان په قبایلي سیمه کې فعالیت کوي او په افغانستان کې پر افغان او ناټو ځواکونو بریدونه کوي.

امریکايي ګټې

د امریکا د مالیې وزارت یوه چارواکي ډیویډ کوهن ویلي، چې ''پاکستان او افغانستان کې د حقاني شبکه پر امریکايانو، پوځي تجهیزاتو او زموږ پر ګټو پراخ بریدونه کوي چې لوی خطر ورته جوړوي''.

دغه وزارت په ۲۰۱۱ کال هم د حقاني شبکې سراج الدین حقاني او بدرالدین حقاني کابل کې پر انټر کانټننټل هوټل په برید پړه بللي و، او وايي، چې یحیی حقاني ته دا برید لا له وړاندې معلوم و.

د کابل پر انټرکانټننټل هوټل برید کې ۱۸ کسان ووژل شول او ۱۲ نور ټپیان شول.

هغه وخت چارواکو ویلي وو، چې یحیی حقاني د حقاني شبکې قومندان و، چې دغه برید یې سمبال کړی و.

امریکا دا تور هم لګوي، چې ګني حقاني شبکه پاکستان کې له څارګرې ادارې (ای ایس ای) سره نژدې اړیکي لري.

د انځور حقوق AFP
Image caption د امریکا مالیې وزارت وايي، په ۲۰۱۱ کال د حقاني شبکې کابل کې پر انټر کانټننټل هوټل برید کړی و.

په ۲۰۱۱ کال د امریکا یوه جګپوړي پوځي چارواکي مایک مولن ویلي وو، چې حقاني شبکه د ای ایس ای د مټ په توګه کار کوي، خو پاکستان دغه تورونه رد کړي وو.

د امریکا کانګرس وړاندې له پاکستان سره خپله مرسته د حقاني شبکې تر ځپل کېدو پورې ځنډولې وه.

امریکا د حقاني شبکې د درو غړو په اړه دا پرېکړه داسې مهال کوي، چې د روان ۲۰۱۴ کال تر پایه له افغانستانه جنګېدونکي امریکايي پوځونه د وتلو په حال کې دي.

د کانګرس شپږو غړو رسنیو ته ویلي وو، چې ولسمشر اوباما تر ۲۰۱۷ وروسته افغانستان کې هېڅ یو امریکایی پوځي نه پرېږدي.

دا څرګندونې داسې مهال شوې، چې د امریکا او افغانستان ترمنځ د دوه اړخیزه امنیتي تړون پر سر ناندرې ډېرې شوې وې.

ورته مطالب