تېر کال ټویټر ۶۴۵ میلیون ډالر زیان کړی

ټویټر د انځور حقوق AP
Image caption ټویټر په تېره چاشنبې په معاملاتو ونډو کې ۱۲ سلنه زیان کړی.

د ټولیزو او خواله رسنیو ټویټر وېبپاڼې په تېر ۲۰۱۳ کال کې د ۶۴۵ میلیون ډالرو په ارزښت زیان کړی. دا زیان د نیویارک د ونډو بازار کې د ټویټر تر ایله درې میاشتني ګډون وروسته شوی دی.

شنونکو اټکل کاوه، چې ګني دغه زیان د تېر کال د ټویټر د عوایدو ۱۱۰ سلنې ګټې تر خبر خپرېدا وروسته رامنځ ته شوی.

خو د ټویټر کاروونکو په شمېر کې کمښت د پانګه والو اندېښنې ډېرې کړې دي.

د سټرن اجي لیش شرکت یوه شنونکي ارفینډ پاټیا ویلي، چې دغه راپور شاید سم نه وي، ځکه چې ټویټر ډېر کاروونکي لري.

د تېرې چارشنبې په ورځ په معاملاتو کې د ټویټر د ونډو برخه ۱۲ سلنه راولوېده.

د فورسټر شرکت یوه بل شنونکي ناټ الیوت فرانس پرېس خبري اژانس ته ویلي، چې "که چېرې قاطع کاروونکي ونه لرئ، نو ستاسې کار په اصل کې بریالی نه دی، دوی باید په دې برخه کې ډېر پام وکړي، دا د موضوع اصلي او مرکزي ټکی دی".

د خبرتیاوو د عوایدو ډېرېدل

په تېر نومبر کې د د ټویټر د ونډو بازار موندنه پراخه شوې وه، چې هغه مهال یې ارزښت ۱۸ میلیارد ډالر ښوول شوی و.

ټویټر شرکت وویل، چې د ۲۰۱۳ کال لومړیو درو میاشتو کې یې د سوچه زیان کچه نژدې ۵۱۱ میلیون ډالر وه، خو د عوایدو کچه یې نژدې ۲۴۳ میلیون ډالر زیاته شوې.

د انځور حقوق PA
Image caption دغه شرکت وايي، چې ۷۵ سلنه داخلي بودیجه یې د ځیرک تیلېفونونو په څېر د ګرځنده ماشینونو له لارې ترلاسه کېږي.

ټویټر دا هم ویلي وو، چې "د کاروونکو د تجربې ښه کولو لپاره" به د نورو غوره غوراویو وړاندې کولو ته لار هواره کړي، لکه ځانګړی مهالوېش جوړول، او د نېغو پیغامونو له لارې د انځورونو د استولو/ترلاسه کولو اسانتیا.

ټویټر دا ژمنه هم کړې وه، چې د اعلانونو د ګټې لپاره به د خبرتیاوو څرنګوالی هم ښه کړي.

د ټویټر تر ۹۰ سلنې ډېره ګټه د هغو اعلانونو له لارې ترلاسه کېږي.

دغه شرکت وايي، چې ۷۵ سلنه داخلي بودیجه یې د ځیرک تیلېفونونو په څېر د ګرځنده ماشینونو له لارې ترلاسه کېږي.

ورته مطالب