بوسنيا کې شخړو لسګونه کسان ټپيان کړي دي

د انځور حقوق Reuters
Image caption امنيتي ځواکونو د مظاهره چيانو د خپرولو لپاره اوښلن غاز کارولی

د بوسنيا په پلازمېنه کې د حکومت ضد مظاهرې په تاوتريخوالي اووښتې دي.

مظاهره چيان چې په دغه هېواد کې د بې روزګارۍ او اقتصادي وضعيت له امله اعتراضونه کوي، څو دولتي ودانيو ته يې اور اچولی دی.

پوليسو په پلازمېنه سارايوو او د بوسنيا په شمال توزلا ښار کې د مظاهره چيانو د خپرولو لپاره اوښلن غاز او ربړي ګولۍ کارولي دي.

خبريال وايي په بوسنيا کې له کورنۍ جګړې راوروسته دا ډول اعتراضونه بې ساري دي.

ځايي رسنيو راپورونه ورکړي، چې مظاهره چيان د ولسمشرۍ ماڼۍ ته د ورننوتو هڅې کوي.

په پلازمېنه سارايوو کې د شخړو پر مهال لږترلږه ۵۰ کسه ټپيان شوي دي.

د رويترز خبري اژانس د راپور له مخې د پنجشنبې په ورځ په توزلا ښار کې له ۱۳۰ زيات کسان ټپيان شول.

د بوسنيا په نورو ښارونو کې هم د اقتصادي وضعيت او په توزلا کې د بېکارۍ د کچې د لوړېدو له امله ملاتړې مظاهرې شوې دي.

په بوسنيا کې د بېکارۍ کچه شاوخوا ۴۰ سلنه ښوول شوې ده.

ورته مطالب