د بي بي سي دورغجنې جایزې ته ۱۰۰۰ میله واټن

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption دغه هندی وګړی پر دې باور و، چې ارومرو یې میلیونونه پیسې ګټلې دي.

د هند له یوې لیرې کلیوالې سیمه یوه وګړي ۱۰۰۰ میله واټن نوي ډیلي ته د بي بي سي د دروغجنې جایزې ترلاسه کولو په هدف وهلی دی.

دغه سړی نوي ډیلي کې د بي بي سي دفتر ته په دې تمه ورغلی، چې ګني د د بي بي سي د "لوتاري بي بي سي" سیالۍ د میلیونونو هندي کلدارو جایزه یې ګټلې ده.

۴۱ کلن راتان کومار مالبیسوي یو بې سېکه کلیوال هندی دی، چې وايي له دوو کلونو راهیسې یې تیلېفون ته یو پیغام ورځي، چې ګني زښت ډېرې پیسې یې ګټلې دي.

مالبیسوي زیاتوي چې: "پیغام کې لیکل شوي چې د ۲۰ او ۳۰ میلیون روپیو (۳۱۹۰۰۰ ډالرو) جایزه دې ګټلې ده. له ما یې زما نور جزییات غوښتي چې دغه پیسې راواستوي".

که څه هم دغه ساده سړي له خپل ګوډ او مات تعلیم ګټه نه ده اخیستې، خو دا هم چا نه دي ورته ویلي، چې نورو هندي وګړو ته هم ورته جعلي مسیجونه ورځي.

دغه سړی وايي، چې مسیج استوونکو ته یې خپل ټول معلومات او بانکي حساب ورکړی، څو ځلې یې پر تیلېفون اړیکې هم ورسره نیولې دي.

۱۰۰۰ میله

دغه سړی تېره میاشت له خپل کلي، تر نوي ډیلي پورې ۱۰۰۰ میله واټن وروسته تر هغه وهلی، چې د اورګاډي د کرایې پیسې یې هم ختمې شوې.

کله چې د بي بي سي دفتر ته رسېږي، هلته د هغو دوو نومونو (جیتا او سمیتا) پوښتنه کوي، چې د پیسو د ورکولو ژمنې یې ورسره کړې وې، خو د دفتر معلوماتي خونه کې د دفتر مشر ته حواله کېږي.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption نالوستي کلیوال خپل ټول معلومات او بانکي حساب فریبکارانو ته ورکړي.

دغه کلیوال خپله کیسه بیانه کړې، چې د ۲۰۱۲ اپریل کې یو لیکل شوی پیغام ورغی، چې ګڼي ډېرې پیسې یې ګټلې دي:

"یوه چا راته وویل چې ګني د بي بي سي سلاکار دی، او زښت ډېرې پیسې یې ګټلې دي، خو هغه ته باید ۱۲۰۰۰ کلدارې واستوم، چې زما ګټلې پیسې راته د هند مرکزي بانک کې حواله کړي".

دی زیاتوي: "د خپلې ناچارۍ مې ورته وویل، چې دغه مبلغ نه شم استولی، راغبرګه یې کړه، چې داسې ده نو، زما ګټلې پیسې به راوانه ستوي. خو تر لږ خبرو وروسته یې رانه وپوښتل، چې بې وزله یې، ۴۰۰۰ راواستوه".

مالبیسوي وايي، چې دغه پیسې مې هم په وس پوره نه وې، خو سړي تیلیفون کې راته وویل، چې دا ۴۰۰۰ راواستوه، ستا نیمايي به زه درواستوم.

دی وايي، چې کورنۍ کې یوه مېرمن، درې لوڼې لري، خپل کور نه لري، او د ځنګل په یوه ډډه کې اوسېږي:

"ما ورته وویل چې مور مې مړه شوې، خو د بانکي چک په اړه یې رانه وپوښتل، همدا وو چې د بي بي سي دفتر ته راغلم، چې پوی شم ایا زما چک دلته رارسېدلی او که نه".

له برتانیا اړیکه

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption هره ورځ میلیونونه جعلي مسیجونه خلکو ته استول کېږي.

په داسې حال کې چې دغه سړی وايي، له برتانیا یوه چا زنګ ورته وهلی و، د انټرنېټي ګارو قانونپوه باوان دوګال وايي، چې اړیکه نیوونکي غالباً "قانع کوونکې" شمېرې کاروي، له یوې وېبپاڼې زنګ وهي نه له یوه ګرځنده تیلېفون، او سړي ته داسې معلومېږي، چې ګني له لندن، نیویارک او یا پاریس اړیکه ورسره نیول شوې.

دوګال دغه ډول کړنې "اولډ نیجیریان ۴۱۹ سکېم" بولي، ځکه چې د نایجریا د قانون یوه برخه له بډو او فبریبکارۍ سره چلند کوي.

دغه سړي د بي بي سي له دفتره د وتلو پرمهال وویل "که دوی غواړي زما پیسې رانه کړي، نو اړایستلی یې نه شم؛ ځکه چې دا د دوی پیسې دي".