خامنه يي: که امريکا وتوانېږي، رژيم بدلوي

د انځور حقوق AFP
Image caption د ايران مذهبي مشر په وينا، مقاومتي اقتصادي سياست به ډېر ژر اعلان شي

د ايران ستر مذهبي مشر آيت الله خامنه يي وايي که امريکا وتوانېږي، نو په ايران کې به نظام بدل کړي.

ښاغلي خامنه يي چې دا څرگندونې د ايران د هوايي ځواکونو له قومندانانو سره په يوه کتنه کې وکړې، يو ځل بيا يې د دغه هېواد د اټومي پروگرام پر سر د روانو خبرو اترو په تړاو شک وښود.

آيت الله خامنه يي ويلي امريکايي چارواکي په خصوصي غونډو کې له ايراني چارواکو سره يو ډول خبرې کوي، خو محضې چې بيا بېل شول خبره واړوي.

آيت الله خامنه يي وويل چې امريکا له ايراني چارواکو سره په خپلمنځيو غونډو کې په دې ټينگار کړى چې د رژيم د بدلولو تکل نه لري، خو د ايران مذهبي مشر د امريکايانو دا ټينگار په اصل کې يو دروغ بولي او زياتوي "که يې وس بر شي نو يوې شيبې لپاره به هم ځنډ ونکړي."

د ايران د اټومي پروگرام پر سر د روانو خبرو اترو په تړاو له خپلو شکونو سر سره د دغه هېواد مذهبي مشر، د حکومت له منتقدينو وغوښتل چې دولت سره له زغمه کار واخلي.

آيت الله خامنه يي د ايران د اټومي پروگرام پر سر د خبرو اترو په تړاو تر اوسه په ښکاره مخالف يا ملاتړى دريځ نه دى خپل کړى.

ښاغلي خامنه يي پر ايران اقتصادي بنديزونو ته په اشارې وويل "د بنديزونو لرې کېدل حل لاره نده. حل د کورني اقتصاد پياوړي کول دي."

د ايران ستر مذهبي مشر زياته کړه چې د دۀ په وينا د ولسي مقاومت پر بنسټ، مقاومتي اقتصادي سياست به ډېر ژر اعلان شي.

هغه پر چارواکو غږ وکړ چې د ملگري او غليم په وړاندې روڼ دريځ ولري، او زياته يې کړه چې تکتيک بدلېداى شي خو پر اصولو بايد سړى ټينگ پاتې شي.

پر ايران يوشمېر لگېدلي اقتصادي بنديزونه وروسته له هغه نرم کړل شول چې دغه هېواد د نړۍ له شپږو ځواکمنو هېوادونو سره د يوې معاملې له مخې د يورانيمو د بډايولو کچه پنځه سلنې ته ټيټه کړه.

ورته مطالب