''بريدونه زموږ پر هڅو منفي اغيز نه شي کولی''

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption والري اموس وايي د درې ورځني اوربند ماتولو سخته خواشینې کړې ده

د ملګرو ملتو د بیړنیو مرستو سمبالونکې والري اموس وايي هغه د درې ورځني اوربند ماتولو سخته خواشینې کړې ده.

خو مېرمن اموس ویلي ملګري ملتونه به د مرستو په رسولو کې له هیڅ راز هڅې ډډه ونه کړي.

ملګرو ملتونو د سوریې له حکومت او یاغیانو غوښتي چې په حمص ښار کې اوربند ته درناوی وکړي.

دغه سازمان وروسته تر هغه دا غوښتنه کړې چې په دغه ښار کې ایسارو شویو کسانو ته د خوړو او درملو رسولو پر مرسته کوونکو بریدونه وشول.

د سوریې د سره صلیب یوه ویاند بي بي سي ته ویلي دوی د بشري مرستو د رسولو عملیاتو لپاره خوندیتوب ته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو او سوریې د سرې میاشتې چارواکي چې د حمص د ښار کلابندو سیمو ته یې خواړه لېږدول، د ټوپکو او هاوانونو تر ډزو لاندې راغلل.

د سرې میاشتې اووه کار کوونکي او د ملګرو ملتونو ځينې کار کوونکي په یوه خوندي ځای کې پټ شوي وو.

وروسته دوی په دې بریالي شول چې په خوندي توګه ووځي خو خپل ویجاړ شوي ګاډي یې پرېښودل.

حکومت او حکومت مخالفین دواړه یو بل د اوربند په ماتولو ګرموي چې له سیمې ولسي کسانو د اېستلو لپاره لګېدلی و.

په دې سیمه کې چې حکومتي ځواکونو کلابنده کړې وه، د ۱۸ میاشتو په موده کې ۲۵۰۰ ولسي وګړي بند پاتې وو.

پرون جمعه ۸۰ ولسي وګړې له سیمې واېستل شول.

لکه چې د بي بي سی جیم میور له بيروته په خپل رپوټ کې کاږي، یوه فعال انټرنت ته یوه ویدیو لیږلې چې د حمص په زړه مېنه کې د ملګرو ملتونو په مرسته رسوونکو ډزې ښيي. خو د دې وېډيو کره کول ګران دي.

ورته مطالب