سوریه کې پر مرستندوی کاروان ډزې شوې دي

د انځور حقوق AP
Image caption ویل کېږي چې پر ملګرو ملتونو کار کوونکو د یاغیانو تر واک لاندې سیمه کې له بهره ډزې وشوې

د ملګرو ملتونو او سوریې د سرې میاشتې چارواکي چې د حمص د ښار کلابندو سیمو ته یې خواړه لېږدول، د ټوپکو او هاوانونو تر ډزو لاندې راغلل.

د سرې میاشتې اووه کار کوونکي او د ملګرو ملتونو ځينې کار کوونکي هلته پټ شوي وو.

وروسته دوی په دې بریالي شول چې په خوندي توګه ووځي خو خپل ویجاړ شوي ګاډي یې پرېښودل.

حکومت او حکومت مخالفین دواړه یو بل د اوربند په ماتولو ګرموي چې له سیمې ولسي کسانو د اېستلو لپاره لګېدلی و.

په دې سیمه کې چې حکومتي ځواکونو کلابنده کړې وه، د ۱۸ میاشتو په موده کې ۲۵۰۰ ولسي وګړي بند پاتې وو. پرون جمعه ۸۰ ولسي وګړې له سیمې واېستل شول.

لکه چې د بي بي سی جیم میور له بيروته په خپل رپوټ کې کاږي، یوه فعال انټرنت ته یوه ویدیو لیږلې چې د حمص په زړه مېنه کې د ملګرو ملتونو په مرسته رسوونکو ډزې ښيي. خو د دې وېډيو کره کول ګران دي.

دا ویډیو چې د نورو ډېرو په څېر فعالینو انټرنېت ته اچولې، ښیي چې د ملګرو ملتونو ګاډي په تورتم کې د ډزو پر مهال بند پاتې دي، ټپي شوي کسان له سیمې کشول کېږي.

د سوریې د سرې میاشتې چارواکي وایي ځینې هغه ګاډي چې د ملګرو ملتونو کار کوونکو د حمص زړې مېنې ته بېولي وو په ګولیو او ډزو لګېدلي دي.

مرستندوی کار کوونکي اړ وو چې ځانونه پټ کړي او له څو ساعتونو ځنډ وروسته په دې بریالي شول چې ځانونه خوندي ځایونو ته ورسوي.

دوی له تاو تریخوالي سره سره په دې وتوانېدل چې اړمنو او په سیمه کې بندو کسانو ته خواړه ورسوي. حکومت او حکومت مخالفین دواړه د بریدونو پړه یو پربل اچوي.

خو که چېرې دا ويډیو سمه وي نو داسې برېښي چې د ملګرو ملتونو او نور ګاډي د حکومت مخالفینو تر واک لاندې سیمه کې وو او له بهره برید پرې شوی دی.

مرستندویو کار کوونکو وړاندې ویلي وو چې هغو سیمو ته چې نښتې پکې روانې دي د خوراکي توکو رسول خورا ګران او حساس دي.

اوسنۍ پېښې دا وښودله چې له شخړه ییزو سیمو د ولسي وګړو را اېستل او د مرستو رسول به نور هم پسې ګران شي.

ورته مطالب