بېلتون غوښتونکو پر پنچاب ګاز پارچاو کړ

د انځور حقوق
Image caption د ګازو دغه نل لیکې د شمالي ګاز کمپنۍ له خوا اداره کېږي، چې تر ډېره د پنجاب سیمو ته ګاز رسوي.

د پاکستان سوېل لوېديځ کې د ګازو درې نل لیکې الوځول شوې دي.

سیمه ییزو چارواکو ویلي، د اورپکو دغه کار پر ګڼ وګړیز پنجاب ایالت ګاز پارچاو کړی دی.

د سوېل لوېديځ بلوچستان ایالت بېلتون غوښتونکو جنګیالیو د دغه برید پړه منلې ده.

د پنجاب زیاتره برخه برېښنا او ګاز او د لومړي وزیر نواز شریف اصلي ټاټوبی اوس بې ګازه شوی دی.

چارواکي وايي، د ګازو د الوځول شویو نل لیکو د بېرته فعالولو لپاره ۴۸ ساعته وخت پکار دی.

بلوچستان کې تر ډېره جلا غوښتونکې ډلې د ګازو نل لیکې په نښه کوي، خو دا لومړی ځل دی، چې هم مهاله څو نل لیکې الوځول کېږي.

دغه نل لیکې د پنجاب رحیم یار خان ښار ته نژدې دي.

په یوه راپور کې ویل شوي، چې په برید کې یوه مېرمن هم وژل شوې، او الوځول شوي ګاز نل لیکې لاهم د اور په لمبو کې دي.

د ګازو دغه نل لیکې د شمالي ګاز کمپنۍ له خوا اداره کېږي، چې تر ډېره د پنجاب سیمو ته ګاز رسوي.

خبریالان وايي، ډېر لږ خلک د ګاز د کمښت له وېرې په کورونو کې د ګازو ډبې ساتي.

ورته مطالب