د مرکزي افریقا مسلمانان له نسل وژنې سره مخامخ دي

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption ویل کېږي، چې مسیحي اورپکي له مسلمانانو د وژنو غچ اخیستو سره مسلمانان نه پرېږدي.

د بښنې نړیوال سازمان ویلي، چې مرکزي افریقا کې نړیوال سوله ساتي ځواکونه د مسلمانانو پرضد د نسل ختمېدنې خطرناک بهیر مخنیوي کې پاتې راغلي.

د دغه سازمان راپور وايي، چې د ملېشو بریدونو "مسلمانان په ډله ییز ډول کوچېدو ته اړ کړي دي".

په مرکزي افریقا کې ژغورندویې ډلې د خوړو له کمښته شکایت کوي، چې وايي ګڼ خرڅلاو ځایونه د مسلمانانو له خوا مخته بېول کېدل، خو دا چې مسلمانان کوچېدو ته اړ شوي، دا خرڅلاو ځایونه هم ورسره تړل شوي دي.

د ملګرو ملتونو اړوند د خوړو نړیوال سازمان نن د هوا له لارې هلته د مرستو رسولو پروګرام پیلوي.

د دغه سازمان یوه ویاند الکسیس ماسیارللي بي بي سي ته وویل، لارې له خطره خالي نه دي، چې له پوځي څارنې او ملتیا پرته د مرستو رسول ناممکن ښکاري.

له همدې کبله د ملګرو ملتونو استازولۍ په ډېر لګښت د هوا له لارې مرکزي افریقا ته له ګاونډي کامیرون څخه د خوراکي توکو رسولو ته اړ شوې ده.

نن به هلته ۸۲ ټنه وریجې ورسېږي، چې په راتلونکې میاشت کې به ۱۸۰۰ ټنه غله دانه هم ورسېږي.

دغه خواړه هلته ایله د۱۵۰ زرو کسانو لپاره بسنه کوي، خو ویاند وايي چې دا اندازه کمه ده، ځکه چې په وینا یې ۱.۲۵ میلیون وګړي لاهم په هېواد کې بېړنیو خوړو ته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو په وینا، د مرکزي افریقا ۹۰ سلنه وګړي په ورځ کې یوازې یوځل خواړه خوري.

رپوټونه وايي، چې هلته له پلازمېنې بانګي د مسلمانو سوداګرو له وتلو وروسته، د هرڅه بیې ډېرې لوړې شوې دي.

ماسیارللي زیاتوي چې ځینې مرستې د بانګي هوايي ډګر د ننه پنډغالي کې پر بې ځایه شویو وېشل کېږي، چې هلته نژدې سل زرو کسانو پناه وړې ده.

همداشان، د هېواد په ښوونځیو، جوماتونو او هغو کلیساګانو کې هم د خوړو وېش پیل شوی، چې له تاوتریخوالي خلکو پناه وروړې ده.

فرانسې مرکزي افریقا ته ۱۶۰۰ پوځيان استولي، چې له افریقايي ځواکونو سره نژدې له تېر یوه کال راهیسې پیل شوې کړکېچ له منځه یوسي.

د فرانسې دفاع وزیر جان ایف لودریان هم پلازمېنې بانګي ته رسېدلی.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون پرون (چارشنبې) خبرداری ورکړ، که چېرې دا وضعیت دوام وکړي، مرکزي افریقا د مسلمانانو او مسیحیانو ترمنځ وېشل کېدونکې ده.

هغه وویل: "له مسلمانانو او مسیحیانو وګړي وژل کېږي، او له خپلو مېنو په زور وتلو ته اړ کېږي. قومي شخړو وګړي سره وېشلي او دوښمنۍ یې راپارولې دي".

په مرکزي افریقا کې تر ډېره مسلمانان په هدفي وژنو کې په نښه کېږي.

دغه وژنې وروسته تر هغه پیل شوې، چې د ګڼ مېشتو مسلمانو وګړو (سیلیکا یاغي) ډله تېر کال واک ته ورسېده، خو ورسره جوخت د مسیحي ولسي وګړو په وژنو، تښتونو او د هغوی د کلیو په ویجاړولو تورنه شوه.

د دغې ډلې مشر په تېر جنورۍ کې له واکه لیرې شو، خو د دې پرځای چې د اور لمبې ختمې شي، مسیحي ډلو د مسلمانانو پرضد د غچ بریدونه پیل کړل، چې له بانګي او نورو سیمو ګڼ مسلمانان تېښتې ته اړ شول.

د بښنې نړیوال سازمان وايي، چې د سیلیکا ډلې جنګیالي لاهم له بانګي د مسیحیانو تر وتلو وروسته پر هغوی بریدونه کوي.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption پر بانګي هوايي ډګر زرګونو کورنیو ته پر رڼه ډاګ لنډمهالي کورونه جوړ شوي.
د انځور حقوق BBC World Service
Image caption هوايي ډګر ځکه نسبتاً خوندي دي، چې د افریقا سوله ساتو او فرانسوي ځواکونو اډې ته نژدې پروت دی.
د انځور حقوق BBC World Service
Image caption خو تر کېږدیو لاندې اوسېدونکو وګړو ته د خوړو کمی تر ټولو لویه ستونزه ده.
د انځور حقوق BBC World Service

ورته مطالب