امريكا او روسيه بيا پر سوریې سره غږېږي

د انځور حقوق
Image caption روسيه او امريكا هڅه کوي د سوري حکومت او حکومت مخالفو پلاوو ترمنځ په ټپه ولاړ حالت وخوځوي.

روسي او امريكايي چارواکي په ژینېو کې د سوریې د خبرو اترو له بهیر سره یو ځای کېږي.

دوی هڅه کوي چې د سوري حکومت او حکومت مخالفو پلاوو ترمنځ په ټپه ولاړ حالت وخوځوي.

د خبرو اترو په لومړیو درې ورځو کې په دې برخه کې کم پرمختګ شوی و.

سوري فعالین وایي، په تېرو درې اوونیو کې سوریه کې هره ورځ تر سلو زیات کسان وژل شوي دي.

سوریې ځواکونو او د حزب الله لبناني ملاتړو یې د لبنان پولې ته نږدې سیمې بمباري کړې او پرمختګ یې کړی دی.

په خپله سوریه کې د حمص والي وايي د چهارشنبې په ورځ شاخوا دوه سوه کسان له کلابندو سیمو وایستل شول.

د بي بي سي یوه خبریاله چې دغه کسان یې په خپلو سترګو لیدلي وايي له دې ډلې کسانو نه هر یو یې یا په تذکرې کې، د معیوبینو په ګرځنده څوکۍ، ویلچېر کې و او یا هم دومره ناروغ و چې له مرستې پرته تللی نه شو.

هغه وايي له کلابندو سیمو ایستل شوو ټولو کسانو مرستې ته جدي اړتیا لرله.

د تېرې جمعې راهیسې چې په جګړه کې د ښکیلو غواړو ترمنځ اوربند شوی سلګونه کسان د حمص له ښاره ایستل شوي.

خو د یوشمېر هغو نارینه و په اړه چې دولتي چارواکو د پوښتنو لپاره نیولي، اندېښنې په ډاګه شوې دي.

یو مخالف فعال ابو رامي حمصي بي بي سي ته وویل دغه کسان له حمص ښاره د ایستلو پرمهال ونیول شول او د خوشې کېدو ژمنه ورسره شوې.

"د نیول شوو کسانو شمېر ۵۰۰ دی او تراوسه پورې د هغو کسانو شمېر نه دی مالوم چې خوشي شوي دي. د چارواکو له خوا د ځینو کسانو نومونه کتل شوي څه تور پرې نشته ځکه نو ورسره ژمنه شوې چې خوشي به شي. پر یو شمېر نورو بېلا بېل تورونه لګول شوي او ورته ویل شوی چې له دریو ورځو ډېر وخت به هلته تېروي چې اسناد یې چمتو شي او بیا خوشي شي."

ښاغلي حمصي زیاته کړه چې پر خیریه کارکوونکو د وروستي برید ترشا د حکومت پلوه ډلې چې د شیبا په نامه مشهوره ده، لاس و نه د سوریې د پوځ.

په همدې حال کې په سوریه کې د سرې میاشتې ټولنه توانېدلې چې د حمص زاړه ښار ته له خوراکي توکو بار لارې یوسي.

په دې خوراکي توکو کې اوړه، وریجې، غوړي او نور خوراکي توکي شامل دي.

د حمص کلابندو سیمو ته مرستې په داسې حال کې لېږدل شوې چې یو شمېر کسان ترې ایستل شوي او د سوریې په نورو سیمو کې نښتې هم روانې دي.

د سوریې دولتي ځواکونو او د حزب الله ډلې د لبنان له پولې سره نژدي د مخالفینو تر کنترول لاندې پر یوه ښارګوتي چې ستراتیژیک ارزښت لري برید کړی دی.

رپوټونه وايي چې د یابورټ پر ښارګوټي لږ ترلږه ۱۳ هوايي بریدونه هم وشول.

لبناني چارواکو بي بي سي ته ویلي لسګونه کورنۍ له دغه ځایه وار د مخه د جګړې له وېرې لبنان ته تللې دي.

ورته مطالب