د ایټالیا صدراعظم استعفی کوي

د انځور حقوق AFP
Image caption ښاغلي لیټا ویلي چې د استعفی کولو پرېکړه یې د ګوند له غوښتنې سره سم کړې ده.

د ایټالیا صدراعظم اینریکو لیټا ویلي چې نن د جمعې په ورځ به استعفی وکړي.

نوموړي دغه پریکړه وروسته له هغه وکړه چې د هغه دیموکراتیک ګوند د یوې نوې ادارې غوښتنه وکړه.

تر دې وړاندې د ګوند مشر مټییو رنزي هم د حکومت د بدلولو غوښتنه کړې وه او ویلې یې وو چې ایټالیا نه شي کولای چې د یوه ناڅرګند برخلیک په لور لاړ شي.

دغه راز ښاغلي رنزي له صدراعظم اینریکو لیټا نه مننه وکړه او د هغه چارې یې وستایلې.

هغه وویل چې یو نوی حکومت به تر ۲۰۱۸ کال پورې د چارو واګي په لاس کې واخلي.

داسې آټکلونه دي چې ښايي د ګوند له هیلې سره سم ښاغلی رنزي د ښاغلي لیټا ځای ونیسي.

مټییو رنزي له اینریکو لیټا نه اته کاله کشر دی او تېر کال د ډسمبر په میاشت کې د ګوند د مشر په توګه وټاکل شو.

Image caption مټییو رنزي له اینریکو لیټا نه اته کاله کشر دی او تېر کال د ډسمبر په میاشت کې د ګوند د مشر په توګه وټاکل شو.

ښاغلي لیټا ویلي چې د استعفی کولو پرېکړه یې د ګوند له غوښتنې سره سم کړې ده.

نوموړي وویل چې خپل استعفی به په رسمي توګه نن د جمعې ورځې په اوږدو کې ولسمشر ته د ولسمشرۍ په ماڼې کې وسپاري.

دا په داسې حال کې ده چې د ښاغلي لیټا او رنزي ترمنځ اړیکې هم ترنګلې دي.

ښاغلي رنزي تر دې وړاندې پر ښاغلي لیټا تور پورې کاوه چې د اقتصاد د ودې لپاره یې اقدامات نه دي کړي چې له امله یې د بې روزګارې کچه په تېرو ۴۰ کلونو کې په بې سارې توګه لوړه شوې ده.

خو د نور کله په پرتله دا ځل په ایټالیا کې وروستي سیاسي کړکیچ تراوسه پر اقتصادي مارکیټ ډېره اغیزه نه ده کړې.

ورته مطالب