د یمن پر یوه مهم زندان خونړی برید وشو

Image caption پر زندان د برید مسوولیت چا نه دی منلی خو د دغه ډول بریدونو پړه پر هغو اورپکو اچول کېږي چې له القاعده سره تړاو لري.

د یمن په پلازمېنه صنعا کې وسله والو کسانو پر یوه مهم زندان خونړی برید وکړ.

دولتي خبري رسنیو رپوټ ورکړی چې په دې نښته کې شپږ تنه پولیس او درې اورپکې وژل شوي دي.

دغه راز رپوټونه وايي چې یو شمېر زندانیان له زندان نه په تیښته بریالی شوي دي.

عیني شاهدان وايي چې له زندان سره نژدی یې د درنو چاودنو غږونه اورېدلي دي.

ګومان کېږي چې اورپکو پر زندان د برید په خاطر له موټر بم نه هم کار اخیستی.

دغه زندان پر هغه سړک پورت دی چې هوايي ډګر ته غځېدلی دی.

دا سړک پر زندان د برید له امله تړل شوی و.

هیڅ یوې ډلې پر زندان د برید مسوولیت نه دی منلی خو په یمن کې ډېر ځله دغه ډول بریدونه د هغو اورپکو له خوا کېږي چې له القاعده سره تړاو لري.

ویل کېږي چې په یمن کې د القاعدې څانګه په ټولې نړۍ کې فعاله ده او په یمن کې یې په ۲۰۱۲ کال کې د پخواني ولسمشر علي عبدالله صالح له تللو وروسته د واک له تشې نه ګټه اخیستې ده.

د تېر کال په ډسمبر کې اورپکو د یمن پر دفاع وزارت برید وکړ له ۵۰ ډېر کسان یې ووژل او له ۱۶۰ ډېر کسان یې ټپیان کړل.

په یمن کې د بهرنیانو د تيښتول هم ډېر شوي دي.

همدا تېره چهارشنبه یو برتانوی سړی د یوې ناڅرګندې ډلې له خوا په یمن کې وتښتول شو.

ورته مطالب