کراچۍ کې پر امنیتي ځواکونو ځانمرګي برید شوی

د انځور حقوق Reuters
Image caption د امنیتي ځواکونو له لوري د چاڼیزو عملیاتو له پیل راهیسې کراچۍ ښار کې پر امنیتي ځواکونو د بریدونو پېښو هم زور اخیستی.

د پاکستان تر ټولو لوی ښار کراچۍ کې پر امنیتي ځواکونو د بریدونو لړۍ روانه ده.

نن د جمعې په ورځ (فبروري ۱۴ ) هم د نیمه پوځي ځواک 'رینجرز' پر ګاډي یوه ځانمرګي برید پایله کې درې سرتېري ټپیان شوي دي.

د پاکستان دولتي ټلویزیون په رپوټ کې ویل شوي، چې د دغه ښار په کورنګي قیوم اباد سیمه کې دغه برید شوی.

د پولیسو یوه ځايي افسر په وینا د امنیتي ځواکونو د یو افسر ګاډی له قیوم اباده ډیفینس سیمې ته پر لاره و، چې پرې ځانمرګی برید وشو.

د نوموړي په وینا په ظاهره داسې معلوميږي، چې برید ګر پلي و او د پېښې له ځایه د بریدګر بدن غړو سره یو لاسي بم هم موندل شوی.

برید پایله کې د دریو کسانو ټپي کېدو رپوټونه ورکړل شوي دي.

له پېښې وروسته امنیتي ځواکونو سیمه کلابنده کړه او ټپیان یې نږدې پوځي روغتون ته ولېږدول.

تر اوسه کومې ډلې د دغې پېښې پړه پر غاړه نه ده اخیستې.

دوو پرله پسې ورځو مودې کې دا دویم برید دی، چې کراچۍ کې پر امنیتي ځواکونو ترسره کېږي.

دغه بریدونه داسې مهال کېږي، چې د پاکستان حکومت او وسله والو طالبانو تر منځ د سولې خبرو لړۍ روانه ده.

له دې مخکې پرون پنجشنبه د همدې ښار په ملیر سیمه کې د پولیسو پر یوه ګاډي موټر بم برید وشو، چې پایله کې یې ۱۱ پولیس وژل شوي وو او لسګونه نور ټپیان وو.

د پولیسو بس ګاډی له یوه روزنیز مرکزه پولیس لېږدول ، چې برید پرې وشو.

د پاکستاني طالبانو ویاند شاهدالله شاهد د هغه برید پړه پر غاړه واخیسته او ویې ویل، چې د پولیسو او ملېشه ځواکونو په لاس د خپلو ملګرو وژل کېدو غچ یې اخیستی.

شاهدالله شاهد دا هم ویلي و، چې د حکومت او طالبانو تر منځ د رسمي اوربند ټينګېدو تر مهاله به ورته بریدونه دوام وکړي.

کراچۍ کې د پولیسو او ملېشه ځواکونو له لوري له څو میاشتو راهیسې چاڼيز عملیات دوام لري. د دغو عملیاتو له پیل راهیسې دغه ښار کې پر امنیتي ځواکونو د بریدونو پېښو هم زور اخیستی.

ورته مطالب