سومالیا: د جنسي ځورونو مخنیوي اقداماتو غوښتنه شوې

Image caption ' سومالیا کې پر ډېر ښځو او نجونو د دولتي عسکرو له خوا جنسي تېري کېږي. '

د بشري حقونو د څار ډله د سومالیا له حکومته غواړي چې د جنسي ځورونو پرضد ډېر څه ترسره کړي.

په یوه رپوټ کې چې سرلیک یې دی 'دلته جنسي تېری عادي خبره ده' نوموړې ډلې ویلي، په سومالیا کې پر ډېری ښځو او نجونو د دولتي عسکرو له خوا جنسي تېري کېږي.

د بې بې سي خبریال ریچرډ هملټن په دې هکله په خپل رپوټ کې وايي، د بشري حقونو د څار ډلې له ۲۷ هغو ښځو سره مرکې کړې چې جنسي تېرې پرې شوي دي.

دا ټول تېرې په ۲۰۱۲ کال کې د سومالیا د نوی حکومت له جوړېدو وروسته شوي.

نوموړې ډله وايي له دې معلومېږي، چې د جنسي ځورونو پرضد هغسې چې ښايي اقدام نه دی شوی.

د جنسې تېرې ښکار یوې مور چې د کډوالو په یوه کمپ کې اوسېږي ویلي، پر هغې په داسې حال کې جنسي تېری وشو چې هغه د پنځو میاشتو میندواره وه چې له امله یې د هغې ماشوم ضایع شو.

دغه ښځه وايي پر هغې تېری کوونکی د پولیسو یونیفورم اغوستی و.

دا مور وايي په سومالیا کې پر ښځو جنسي تېری یوه عادي خبره ده او کله چې خلک له یو بل سره روغبړ کوي د یو بل د حال پوښتنه نه کوي بلکې دا پوښتنه کوي چې نن خو به پرې جنسی تېری شوی نه وي.

ورته مطالب